په وروستيو کې د جميعت او حزب اسلامي گوندونو ترمنځ پر يو بل مستقيم او غيرمستقيم تورنو او ناندريو د خلکو تر منځ دا انديښنې راپيدا کړي چې بيا کورني جنگ ته لمن ونه وهل شي.
د کابل پوهنتون استاد فاروق بشر امريکا غږ اشنا ته وويل ،افغان ولس سوله غواړي،د تنظيمونو او گوندونو مشران دی د ولس غوښتنې په پام کې ونيسي.
ښاغلي بشرزياته کړه د تنظيمونو مسشران دی د افغانستان ښيگڼې لپاره دقانون په رڼا کې کار وکړي.
عطامحمد نور د یکشنبې په ورځ ( اګست ۲۵) په یوې غونډې کې ګلبدین حکمتیار "مزدور" وباله او هغه یې په افغانستان کې د "نظام" په تخریبولو تورن کړ.
د ښاغلي حکمتیار ډلې سملاسې د بلخ د والي د نیوکو په ځواب کې څه ونویل خو لدې وړاندې، پخپله حکمتیار په غیرمستقیم ډول د جمعیت اسلامي پر ځینو مشرانو نیوکې کړې وې.
آيا د افغانستان اوسني شرايط دا ايجابوي چې د گوندونو اويا د تنظيمونو تر منځ دی دا ډول حالت رامنځ ته شي ؟
فاروق بشر امريکا غږ اشنا سره په مرکه کې دا او نوری پوښتنې ځواب کړي دلته يي اوريدلائ شئ: