د لاس رسي وړ اتصالات

ملاخيل:د ټيکساس په توفان کې څلور ورځې بند پاتی وم


د امريکا د ټیکساز ايالت د هيوسټن په ښار کې د توپان له کبله خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اوښتي چې په دغه ښار کې ميشتې افغانې کورنۍ هم له دی زيانونو څخه بی برخې نه دی پاتې.

په هيوسټن کې ميشت افغان علي خان ملاخيل امريکا غږاشنا ته وويل د تيري شنبې ورځ څخه ترسه شنبې يانی څلور ورځې په هغه دوکان کې چې دی پکی کار کاوه د شديد باران او توفان له کبله بند پاتی وو.

علي خان وايي د توفان او باران په دريمه ورځ دننه دوکان ته د سيلاب اوبه ورغلی ، ويره او وارخطايي يي هغه مهال لا ډيره شوه چې ماران او نورې خزندې يي

دوکان ته په ورغلو اوبو کې وليدلې.

هیوسټن کې ميشت افغان ملا خيل وويل د ويرې ساعت کې يی بچي ورياديدل خو د وتلو لار يي نه وه .

هغه د ژغورنې له عملې خوښي څرگنده کړه .

د ټیکساز ايالت په هيوسټن کې ميشت افغان علي خان ملاخيل نوشابې اشنا سره په توفان کې د بند پاتی کيدو کيسه کړی چې دلته يی اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:32 0:00

XS
SM
MD
LG