د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو د پاکستان په بلوچستان کې څلور هزاره ګان ووژل


تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی
تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی

د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټې په ښار کې پر هزاره شیعه ګانو برید شوی او لږ تر لږه څلور تنه یې وژل شوي دي.

د پولیسو مشر امجد علي خان اسوشېتډ پرس ته وویل لړمړني تحقیقات ښيي چې برید فرقه يي وو او د دغو لږکیو سره د حساسیت له کبله شوی دی.

تراوسه د دغه برید مسولیت چا نه دی اخیستی. خو په پاکستان کې له ډېر پخوا څخه سوني اورپکي ډلې پر شیعه ګانو بریدونه کوي.

وژل شوي کسان په موټر کې ناست وو چې پرې وشو. بریدګر له سیمې تښتېدلي دي.

په بلوچستان کې د شیعه ګانو مشران وايي چې په ۲۰۱۳ پر دغې ډلې په بېلا بېلو بریدونو کې د هغوې شاوخوا ۲۳۰ تنه وژل شوي دي.

هزاره لږګي په پاکستان او افغانستان دواړو کې اوسیږي.

XS
SM
MD
LG