د لاس رسي وړ اتصالات

خادم:د ملگرو ملتونو غونډه افغان حکومت ته زرينه موقع ده

  • نوشابه آشنا

جمهور رئیس محمد اشرف غني په لومړي ځل د افغانستان د جمهوررئیس په توګه د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډو کې ګډون کوي.

د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ راروانه غونډه د دغې ټولنې ۷۲ مه غونډه ده، چې سږکال د پوهنې، چاپیریال ساتنې او ټولنیز پرمختګ پر سر د بحثونو ترڅنګ سولې ته د خلکو د لیوالتیا او ټولو خلکو ته د یو شان او ښه ژوند شرایطو د برابرولو ترعنوان لاندې غونډې کوي.

ځينې نور مسايل به هم له نړيوالو سره مطرح شي خو پوښتنه داده چې د هيواد شرايطو ته په کتو افغان ولسمشر بايد د ملگرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې کوم مسايل مطرح کړي؟

د نړيوالو چارو کارپوه انتظار خادم اشنا راډيو سره په مرکه کې دا او نورې پوښتنې ځواب کړي:

XS
SM
MD
LG