د لاس رسي وړ اتصالات

کازو ایشیګورو په ادبیاتو کې د نوبل جایزه واخسته


ایشیګورو په انګلیسي ژبه ادبي لیکنو ډیر شهرت لري.
ایشیګورو په انګلیسي ژبه ادبي لیکنو ډیر شهرت لري.

د ادبیاتو په څانګه کې د نوبل د ۲۰۱۷ کال جایزه نن پنجشنبې (اکتوبر ۵) یو بریتانوي لیکوال کازو ایشیګورو ته ورکړل شوه.

د انګلیسي ژبې لیکوال کازو ایشیګورو په جاپان کې زیږیدلې او سږکال يي د "Remains of the Day" په نوم کتاب لیکلو له امله د نوبل جایزه وګټله.په سویډن کې د نوبل د جایزې ورکولو کمبټې په رسمي اعلامیه کې لیکلي چې ایشیګورو په ناولونو کې داسی قوت دی چې د حقیقي نړۍ سره د سړي خیالي تصورات نښلوي.

د ایشیګورو یو بل ناول چې فلم تری جوړ او د اسکار جایزې ته کاندید شوی و، په ۱۹۸۹ کال کې يي هم د ښه لیکوال جایزه ګټلې وه.

د ادبیاتو دا جایزه یو اعشاریه یو ملیون ډالره ده او تر ډيره د هغو کسانو ادبي کار او زیار ته ورکړل کیږي چې د ادبیانو عادي بڼې لیکلو /نثر/ ته وده ورکوي.

تراوسه په فزیولوژۍ، فزیک او کیمیا کې د نوبل جایزې ورکړل شوي دي. د نوبل د سولې جایزه تراوسه نه ده اعلان شوې او راپورونو کې ویل شوي چې د ایران د اتومي موافقې د هڅو په وجهې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د امریکا د بهرنیوچارو پخوانی وزیر جان کیري ورته هم کاندیدان دي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG