د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ترهګرو شمیر درې برابره زیات شوی- اتمر


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، محمد حنیتف اتمر
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، محمد حنیتف اتمر

د افغانستان د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر وایې چې د تېرو کلونو په پرتله اوس په افغانستان کې د ترهګرو شمیر " درې برابره" زیات شوی دی.

محمد حنیف اتمر چې د پنجشنبې په ورځ يې [اکټوبر ۱۲] په کابل کې د افغان پولیسو د قوماندانانو یوې غونډې ته وینا کوله وويل له افغانستان څخه د ډیر شمیر بهرنیو ځواکونو وتل او افغان ملي امنیتي او دفاعي قواوو ته د امنیت د تامین د مسؤلیت سپارل ددې لامل شول چې ترهګر افغانستان ته مخه کړي.

د ښاغلي اتمر په وینا افغان حکومت نه یواځې له کورنیو بلکه له بهرنیو ترهګرو سره په مبارزې بوخت دی. هغه وویل چې په هرو څلورو ترهګرو کې یو ترهګر د بل هېواد تبعه دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل چې د ازبکستان اسلامي جنبش، د ختیځ ترکستان اسلامي جنبش او په پاکستان کې د جیش محمد، لشکر طُیبه، او د پاکستان د طالبانو تحریک په څېر ډلې په افغانستان کې په ترهګریزو فعالیتونو بوخت دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له ټول افغانستان څخه د پولیسو مشران په یوه سیمینار کې د ګډون لپاره کابل ته رابللي دي.

د کورنیو چارو وزارت امنيتي مرستیال جنرال مراد علي مراد پولیسو ته په وینا کې ویلي چې د تجهیزاتو له اړخه شته ستونزې به یې ډیر ژر حل شي.

XS
SM
MD
LG