د لاس رسي وړ اتصالات

تر داعش پر طالبانو ډېر هوايي بریدونه کیږي

ښاغلي وزیري وویل د دغو بمونو ۸۵ فیصده پر وسله والو طالبانو او ۱۵ فیصده یې د داعش پر جګړه مارانو غورځول شوي دي
ښاغلي وزیري وویل د دغو بمونو ۸۵ فیصده پر وسله والو طالبانو او ۱۵ فیصده یې د داعش پر جګړه مارانو غورځول شوي دي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي دامریکا د نوې تګلارې له مخې په افغانستان کې پر طالبانو، داعش جګړه مارانو او نورو اورپکو د امریکايي ځواکونو بمباریو ښه نتیجه ورکړې ده.

د وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي چې د بهرنیو ځواکونو هوايي بمبارۍ له افغان حکومت سره په سلا مشورې کیږي. په افغانستان کې امریکايي ځواکونه وايي تېره میاشت- اګست- یې د طالبانو او داعش پر مورچلو او جنګیالیو ۷۵۱ هوايي بمونه غورځولي چې په تېرو اوو کلونو کې تر ټولو زیات بلل کیږي.

ښاغلي وزیري وویل د دغو بمونو ۸۵ فیصده پر وسله والو طالبانو او ۱۵ فیصده یې د داعش پر جګړه مارانو غورځول شوي دي.

د امریکا د هوايي ځواکونو مرکزي قومانده وايي دغه بمبارۍ د ولسمشر دونالد ټرمپ د نوې تګلارې په اساس شوي. ولسمشر ټرمپ د افغانستان په جګړې کې محدودیتونه لېرې کړي او امریکايي ځواکونو ته یې واک ورکړی چې د "دښمن" د ماتولو لپاره اړین اقدامات وکړي.

ښاغلي وزیري ونه ویل چې په دغو بمباریو کې څومره وسله وال طالبان او د داعش جګړه ماران وژل شوي دي.

جنرال وزیري داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په همدې ورځ د افغانستان د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر هم پر ترهګرو ډلو د بمباریو د زیاتولو غوښتنه وکړه.

په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو جنګي ماموریت ختم شو، خو داسې ښکاري چې لا هم د ناټو او په خاص ډول امریکايي ځواکونه له طالبانو سره په جنګ دي.

امریکا له ۲۰۰۱ لومړي کال راوروسته په افغانستان کې د نړیوال تروریزم په ضد ماموریت مشري کوي، چې په دغه موده کې یې شاوخوا ۲۴۰۰ عسکر وژل شوي او زرګونه نور یې ژوبل شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG