د لاس رسي وړ اتصالات

حکيمي:حکومت نابينايانو لپاره څه نه دی کړي


د اکتوبر پنځلسمه د سپينې امسا (د نابينایانو) نړيواله ورځ ده ، په افغانستان کې چې د غير رسمي ارقامو له مخې د نړۍ د نورو هيوادونو په کچه ډير نابينایان شته دی دا ورځ څه رقم لمانځل کيږي او افغان نابينايان په کوم وضیعت کې دي؟

د دنيا په نامه د خصوصي پوهنتون په ادبياتو پوهنځي کې د ماسترۍ د پروگرام محصل همايون حکيمي چې له پيدايښت څخه يي سترگې ليد نلري اشنا راډيو ته وويل ، په افغانستان کې د نا بينايانو ورځ په سمبو ليکه بڼه لمانځل کيږي تراوسه حکومت د دوۍ لپاره کوم اساسي کار نه دی کړی.

حکيمي زياته کړه که حکومت لاری او سړکونه جولاړولائ نشي ، د خلکو ذهنينونه خو ددوئ په وړاندی جوړولائ شي .

هارون حکيمي دا هم وويل چې د ټولو ستونزو سره سره د پخوا په پرتله د دوئ په وړاندی اوس د خلکو چلند بدل شوې او د پخوا په نسبت ورته په درنه سترگه کتل کيږي .

هغه وايي له فراغت څخه وروسته غواړي د يو ملگری په مرسته په لومړي ځل د نابينايانو لپاره په افغانستان کې کتابتون جوړ کړي تر څو له همدی لاری ځان او نورو ته خدمت وکړي.

هارون حکيمي سره بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:38 0:00

XS
SM
MD
LG