د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکوک د جګړې سره د تیلو بیه لوړه شوه


د عراق حکومتي ځواکونو د دوشنبې (اکتوبر۱۶) سهار د کرکوک ښار د نیولو خبر ورکړ.عراقي ځواکونو د کرکوک ښار په شمال کې د یو مهم هوایي ډګر او د ځینو جنوبي سیمو د بیرته نیولو ادعا وکړه. صدراعظم حیدرعبادي خپلو ځواکونو ته امر کړې و چې د کردي ځواکونو نه د جنجالي سیمو کنترول بیرته واخلي. د عراق اردو د دوشنبې په ورځ وویل چې د کی-۱ په نوم د هوايي ډګر په شمول يي ډیرې ساحې خپل تصرف کې کړې.

د اونیو راهیسې په کرکوک کې د داعش د وسله والو پرضد جګړه روانه وه او پدې جګړه کې کردانو ډير کوشش وکړ چې داعشیان وشړي او د سیمې کنترول ترلاسه کړي. تازه راپورونو کې مختلفې ادعاوې کیږي. کردي ملیشې چې د پیشمرګه په نوم یادي، وایي د کرکوک ډیرې ساحې یي نیولي دي، خو عراقي قواوې وایي دوئ نن سهار وختي د کردانو نه مهم ځایونه بیرته ونیول.

عراقي ځواکونه د دوشنبې په سهار د کرکوک ښار ته ننوتل او د تیلو ساحې یي ونیولې
عراقي ځواکونه د دوشنبې په سهار د کرکوک ښار ته ننوتل او د تیلو ساحې یي ونیولې

د عراق دولتي تلویزیون د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې حکومتي ځواکونو په یوه شپه کې د کرکوک ښار بیرته ونیو. خو کردي مقاماتو دا ادعا رد کړه. عراقي ځواکونه چې نورې سیمه ایزه ملیشې هم ورسره ملګرې شوي دي د څو اړخونو نه، کرکوک ښار ته د ننولو عملیات کړي او د تیلو ځنی ذخیرې او هوايي ډګر يي نیولي دی. د پیشمرګه قواو یو قوماندان جنرال ایوب یوسف سعید رسنیو ته وویل چې اصلآ نه پوهیږي څه شی روان دي، ځکه کردانو د سهار څلور بجو راهیسې د تازا په سیمو کې د حکومتي قواو سره جګړه شروع کړې ده. پیشمرګه ډیر زخمیان او شهیدان لري او اوس د جګړې له ساحې وتلي دي.

کردانو د کرکوک ښار کنترول د هغه وخت راهیسې درلود چې د داعش جنګیالي یي تری و ایستل. داعش ملیشې په ۲۰۱۴ کال کې دغه ښار ته ننوتې وی. کردان د هماغه وخت راهیسې د خپل مرکزي حکومت سره د ځنو سیمو د کنترول په سر مخالف وو چې د تیلو د ذخایرو ځنی سیمې هم پکې شاملې وې.

په کرکوک کې شاوخوا یو میلیون مختلف قومونه ژوند کوي، په دوئ کې عرب، کردان، ترکمن او عیسویان شامل دي. اکثریت يي وایي چې د جګړې په وخت کې یوځای اوسیږي او د ډزو ځانونه پټ ساتي. یو کردي رضا کار محمد حسن امید وایي یو طبي کارکوونکی دی او داوطلب د کردانو خدمت ته ورغلی. د محمدحسن امید په وینا پدې سیمه کې هر قوم ژوند کوي خو ایران مداخله کوي او د ایران د اشد الشیعه په نوم حمایوي ملیشې چې امریکايي ټانکونه یي ترلاسه کړي په دوئ د توپونو ډزې کوي.

کردانو د روان میلادي کال په سیپتمبر میاشت کې د کردستان په نوم د خپلواک دولت د تشکیل دپاره یوه عمومي ټولپوښتنه/ریفرنډم وکړ چې په سیمه کې په لوی اکثریت یي حمایت وشو.

په عراق کې د صدراعظم عبادي حکومت د کردانو د خپلواکۍ ریفرنډم رد او غیر قانوني ګڼلی. د عراق ګاوڼډ کې ترکیې او ایران هم رد کړې دی چې په دواړو هیوادونو کې ګڼ شمیر کردان اوسیږي. او متحده ایالاتو ویلي چې د کردان ریفرندم مشروعیت نلري او د متحد عراق حمایت کوي.

د عراق مرکزي حکومت غواړي د هیواد ټولې طبعې زیرمې د حکومت تر کنترولا لاندې اوسي
د عراق مرکزي حکومت غواړي د هیواد ټولې طبعې زیرمې د حکومت تر کنترولا لاندې اوسي

د ۲۰۱۷ کال په جولای میاشت کې کردي قواو په کرکوک کې د تیلو دوه لویې زیرمې ونیولې او ددی دپاره يي ځکه خونړۍ جګړه وکړه چې د خپلې پراخې خودمختارې سیمې د انرژۍ د مصرف منابعې ترلاسه کړي. کردانو د خپلې خپلواکۍ دپاره د تیلو د ذخایرو ساحې کنترول په لمړیتوبونو کې راوړی و. د نړۍ څلور فیصده تیل د کرکوک ښار د خاورو لاندې پراته دي.

د عراق مرکزي حکومت پدې ټینګار کوي چې د عراق ټول عواید باید د مرکزي حکومت لخوا تنظیم او مدیریت شي. خو د ورځې چې کردانو د تیلو د ذخیرو ساحې نیولي وایي چې د تیلو استخراج به د عادي حالت نه زیات کړي. خو یوازنی اندیښنه چې د تیلو د زیات تولید په باره کې ده هغه داده چې دومره تیلو ته به خریدار له کومه کړي؟

XS
SM
MD
LG