د لاس رسي وړ اتصالات

خټک:که پاکستان وغواړي د افغانستان لپاره هرڅه کولائ شي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د سه شنبه په ورځ امريکايي لوړ پوړو چارواکو سره د سیمې د وضيعت ،د افغانستان په ثبات او ترهگرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان په رول او مرستې خبرې کړي.

تر دی مخکې هم امريکايي چارواکو پاکستا ن ته سفرونه درلودل خو د افغانستان ا وجنوبي اسيا لپاره د امريکا د ستراتيژۍ له اعلان او پر پاکستان تر فشار وروسته د لوړ پوړي امريکايي چارواکي دا سفر پاکستان ته څومره د اهميت وړ دی؟

د پاکستان د پارلمان پخواني غړي، سیاسي مبصر افراسياب خټک اشنا راډيو ته وويل،د افغانستان لپاره چې پاکستان کوم سياست غوره کړی ډيرې پخوانۍ او ژورې ريښې لري چې ترنن ورځې پکې کوم بدلون نه دی ليدل شوې.

هغه وايي تر څو چې د پا کستان په کړنو کې عملي بدلون ونه ليدل شي،هيڅ اقدام روان وضيعت نشي بدلولائ.

ښاغلي خټک دا هم وويل چې پاکستان يو قوي دولت دی که اراده يي هم قوي شي نو هر څه چې وغواړي کولائ شي.

افراسیاب خټک سره د امريکا غږ بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:35 0:00

XS
SM
MD
LG