د لاس رسي وړ اتصالات

انتخاباتو کې چاته د مداخلې حق نه ورکوو -د ټاکنو کميسیون مشر


د کمیسیون مشر وايي چې انتخابات به په خپل وخت کیږي
د کمیسیون مشر وايي چې انتخابات به په خپل وخت کیږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر وايي ټاکنې به په خپل وخت وکړي او هیچاته به په کې د مداخلې اجازه ورنکړي.

کميسيون وايي مختلفو سياسي گوندونو او ټولنو ورته خپل نظريات او طرحې وړاندې کيږي، چې انتخابات څنګه شفاف ترسره شي.

کميسيون ريس نجيب الله احمدزي امريکا غږ اشنا ته وویل د ټاکنو کميسيون د مرکز او ولاياتو په کچه ټولو سیاسي کليدي رهبرانو سره ليدنې او خبرې کړي چې د قانون مطابق خپلې طرحې په لیکلي بڼه دغه کميسيون ته واستوي "هر هغه طرحه چې د قانون مطابق وي او د ټاکنو شفافيت تضمين کړي کميسيون ته د منلو ده".

د ټاکنو د خپلواک کميسيون ريس دا هم وويل چې په دغه کميسيون کې تغيرات او يا د کميسيون منحليدل غيرقانوني کار دی او د قانون څخه سرغړونه ستونزه نه حلوي.

ښاغلي احمدزی وايي چې ټاکنې به پخپل وخت ترسره شي او هيچا ته په ټاکنو کې د مداخلې حق نه ورکوي.

نوشابې اشنا له ښاغلي احمدزي سره مرکه کړې او په دې اړه یې نور جزییات ترې غوښتي دي:

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:29 0:00
XS
SM
MD
LG