د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کي د کورنیو بيځایو شوو شمیر ۱۲ لکو ته ورسید

  • نوشابه آشنا

ملګرو ملتونو په يو تازه رپوټ کې ويلي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې به درې میلیونه او درې لکه افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا ولري چې کورني بی ځايه شوي او راستانه شوي هم په دی اړو کسانو کې شامل دي.

د اسيا لپاره د ملگرو ملتونو د عالي کمشنرۍ وياندې دنيا اسلم خان اشنا راډيو ته وويل "په نړۍ کې د بې کورۍ او مهاجرتونوو زياتيدو افغانستان د خلکو له ياده ايستلی، لازمه ده نړيواله ټولنه افغانستان ته ځانگړې پاملرنه وکړي".

دنيا اسلم خان دا هم وويل چې دا مهال ١٢ لکه افغانان له خپلو اصلي مېنو بی ځايه شوي او ٢،٢ميليونه يي له هيواده بهر ژوند کوي چې ډيرې يي په پاکستان او ايران کې اوسيږي.

هغه وايي بي امني د (يو،اين،ايچ،سي آر) او نورو مرستندويه ادارو لپاره د مرستو روسولو په لار کې لوی خنډ دی.

د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو مرستندويه اداره UNHCR اړو راستانه شويو او داخلي بې ځايه شويو کسانو سره چې د ملگرو ملتونو د راپور په اساس شميره به يی راتلونکي کال کې ډیره شي د مرستې په خاطر څومره چمتو والې لري؟

د اسيا لپاره د ملگرو ملتونو د عالي کمشنرۍ وياندې دنيا اسلم خان امریکا غږ سره په مرکه کې دا او نورې پوښتنې ځواب کړي دلته يی اوريدلائ شئ:

XS
SM
MD
LG