په پام کې ده یو موټر چې یو مهال ترې د جرمني د نازیانو رهبر اډلف هټلر استفاده کوله، په راتلونکې میاشت کې د امریکا په اریزونا ایالت کې لیلام شي.
دغه بنز موټر په ۱۹۳۹ کال کې جوړ شوی دی. په ټولې نړۍ کې یواځې دغه ډول څلور عرادې موټر تولید شوي دي.
دغه موټر چې ګڼ شخصي مالکان یې لرل، هټلر د فرانسې په جګړه کې د جرمني د بریا په وخت کې ترې استفاده کوله.
د امریکا رسنۍ وایې چې ممکن دغه موتر په میلیونونو ډالرو خرڅ شي.