د لاس رسي وړ اتصالات

پنتاگون د سیګار لخوا د محرمو معلوماتو نه خپرولو امر، یوه تیروتنه وبلله


سیګار په افغانستان کې د امریکا د لګښتونو څارنه کوي
سیګار په افغانستان کې د امریکا د لګښتونو څارنه کوي

په کابل کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت ویاند کپټان ټام ګریسبک د سه شنبې په ورځ ناوخته رسمي اعلامیه کې وویل چې د دوئ هدف دا و چې معلومات پټ وساتل شي یا د مخکنیو راپورونو پر اساس "محرم معلومات" وګڼل شي.

ویاند ګریسبک په خپره شوې اعلامیه کې ویلي "د خپرولو په وخت یوه انساني تیروتنه شوې ده."

تردی مخکې:

د امریکا د حکومت د تفتیش یوې ادارې د سه شنبې سهار (جنوري ۳۰) وویل چې د امریکا د دفاع وزارت لخوا په افغانستان کې د طالبانو ترکنترول لاندې ساحو په اړه د معلوماتو خپرولو منع کړل شوې ده.

په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د چارو د تفتیش ادارې (سیګار) به مخکې داسی معلومات خپرول چې څومره ولسوالۍ د دولت د وسله والو مخالفینو په واک کې دي او څومره نورو کې د دولت او یاغیانو جګړې روانې دي. اوس همدا اداره وایي چې لدې وروسته د امریکا د دفاع وزارت په امر دا ډول معلومات نه خپروي.

د سیګار ادارې د رئیس جان ساپکو د تیرکال د وروستۍ ربع راپور کې ویلي چې دا کار به څو ستونزې پیدا کړي. د ښاغلي ساپکو په وینا دا لمړی ځل دی چې د سیګار خپلواکې ادارې ته امر کیږي چې هغه معلومات د امریکا مالیه ورکوونکي ولس ته خپاره نه کړي چې محرم ګڼل شوي اوسي.

د سیګار په ځواب کې د دفاع وزارت وویل د امریکا په مشرۍ د ناټو ایتلاف او په افغانستان کې متحدو هیوادونو پریکړه وکړه چې ممنوعه معلومات باید په عامه توګه خپاره نشي.

سیګار تردی مخکې د تلفاتو د شمیرو او د افغان ځواکونو د تدریجې کمزورتیا په اړه د معلوماتو خپرولو منع وه.

د ۲۰۱۴ کال وروسته چې اکثریت نړیوال ځواکونه د افغانستان نه ووتل، طالبانو ځنې ساحې ونیولې او د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمیره لوړه شوه.

د دفاع وزارت د سیګار ادارې ته په همدې میاشت کې وویل چې لدې وروسته د هغو معلوماتو د خپرولو اجازه نه لري چې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت لخوا محرم ګڼل کیږي.

د دفاع وزارت په وروستي راپور کې ویل شوي چې د أفغانستان حکومت د هیواد په شپیته سلنه نفوس کنترول لري، خو یاغیانو په لس سلنه نفوس کنترول درلود او په نورو سیمو جګړه کیږي.

سره ددی چې د ۲۰۰۲ کال راهیسې د افغانستان د بیارغونې لپاره شاوخوا ۱۲۰ میلیارده ډالره پانګونه شوې ده، د افغانستان د جګړې په اړه د عامو امریکایانو پام ځنی وخت بلخوا ته جلب کړل شوی دی.

په هرصورت، اوس چې امریکا نوې ستراتیژي اعلان کړه چې په طالبانو به نظامي فشار زیاتیږي، په افغانستان کې لوړ رتبه امریکايي جنرال ویلي چې کیدی شي د افغانستان اتیا سلنه نفوس لدې وروسته د دولت تر حاکمیت لاندې راوړل شي.

XS
SM
MD
LG