د لاس رسي وړ اتصالات

پلوشه حسن: د سولي په خبرو کې ښځه قوت دی نه مجبوريت


ښځې تل د مسايلو په اړه ژور فکر وي، د ښځو او نارينوگډ افکار د سولي پروسه تکميلوي
ښځې تل د مسايلو په اړه ژور فکر وي، د ښځو او نارينوگډ افکار د سولي پروسه تکميلوي

حکومت وايي د سولې په پروسه کې د ښځو ګډون او په تړاو یې د هغوئ نظر مهم گڼي.

د سولې په پروسه کې د افغان ښځو د گډون په اهميت د سولي د عالي شورا غړې پلوشې حسن امريکا غږ اشنا ته وويل:

ښځې تل د مسايلو په اړه ژور فکر وي، د ښځو او نارينوگډ افکار د سولي پروسه تکميلوي.

د هیواد لومړۍ میرمن رولا غني هم د سولې په پروسې کې د ښځو د ونډې پر زیاتوالي ټینګارکوي.

د سولې په پروسه کې د ښځود ګډون اواهميت موضوع په داسې حل کې مطرح کيږي چې د سولې عالي شورا مرستياله حبيبه صرابي وايي د سولي په بحث کې د ښځو خبرو ته ډیر اهميت نه ورکول کيږي.

آغلې حسن هم دا مني چې دا مهال د سولي په خبرو کې له یو لړ ستونزو سره مخ دي خو زیاتوي چې افغانستان څلويښت کاله په جنگ کې دی او هغه دردونه چې ښځو په جگړوکې احساس کړي موقع دی ورکړل شي چې پخپله ژبه يی بیان کړي او د روان جنگ ختميدو لپاره په لارو چارو وغږيږي.

هغې زياته کړه چې د سولې په خبرو کې دی ښځې ته دی د قوت په سترگه وکتل شي نه د مجبوريت.

امريکا غږ سره د پلوشې حسن بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:43 0:00

XS
SM
MD
LG