د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یا یونسیف په یو راپور کې چې نن یې خپور کړی، ویلي دي په افغانستان کې په هرو ۲۵ نویو زیږیدلو ماشومانو کې یو یې د زیږون پر وخت مړ کیږي.
د ملالۍ زيږنتون سر طبيبې حفيظې عمرخيل امريکا غږ اشنا ته وويل :
په افغانستان کې د نويو زيږيدلي ماشومانو د مړينې عمده لاملونه د ټاکلي وخت نه مخکي پیدا کیدل، روان بد امنيتي او اقتصادي وضیعت ،مخکې او وروسته له زيږون څخه لازمو صحي او غذايي امکاناتو ته د مېندو نه لاسرسې او څه نور مسایل دي.
ډاکتر حفيظې دا هم وويل چې د عامې روغتيا وزارت په دی هڅه دی چې د عامه پوهاوي او نورو امکاناتو په برابرولو سره د ماشومانو د مړينې کچه راټيه کړي .
امريکا غږ سره د ملالۍ زيږنتون د سرطبيبې حفيظې عمرخیل بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ: