د لاس رسي وړ اتصالات

اټکپاله:دا مهال ١٧٠٠خبریالانې په مختلفو رسنيو کې په کار بوختې دي


اطلاعاتوته نه لاسرسې ،امنيتي ستونزي او کورني ممانعتونه د ښځینه خبریالانو په وړاندې سترې ننگونې دي.

د افغانستان د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د یوې نوې څلور میاشتنۍ څېړنې له مخې موندلې چې د دغه هیواد په ځینو ولایتونو کې یوه ښځینه خبریاله هم نه شته.

له ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز وايي چې د معلوماتو له مخې، په رسنیو کې افغان ښځینه کارکوونکې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

خبريالې حسیبې اټکپالې اشنا تلويزيون سره په مرکه کې اطلاعاتوته نه لاسرسې ،امنيتي ستونزي او کورني ممانعتونه د ښځینه خبریالانو په وړاندې لويی ننگونې وبللې.

د خبریالې اټکپالې په وينا دا مهال ١٧٠٠خبریالانې په مختلفو رسنيو کې په کار بوختې دي.

اشنا تلويزيون سره د اټکپالې مرکه دلته ليدلائ او اوريدلائ شئ:

امريکا غږ سره د حسيبه اټکپالې مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:14 0:00

XS
SM
MD
LG