د لاس رسي وړ اتصالات

عطا: ارگ سره مو توافق ندی شوی، رباني صلاحیت لري


عطا محمد نور هغه ادعا گانی رد کړیدي چې د ارگ سره توافق ته رسیدلی

د بلخ برطرفه شوی والي عطا محمد نور په خپل رسمي فیس بک کې لیکي "هغه خبرونه چې وایي ما د بلخ د والي په توگه کار پریښی، دروغ دي او ز یې ردوم."

د یادونې وړ ده چې ځینې رسنیو د ارگ د منابعو له قوله ویلي و چې ارگ او عطا نور پدی سره موافق شویدي چې محمد اسحق رهگذر به د بلخ د نوي والی په توگه معرفی شي.

خو نور وایي چې تر هغه وخته پورې چې د جمعیت اسلامي شرایط پر ځاې نشي، "هیڅ پټه او ښکاره معامله به ونشي".

عطا نور دا هم ویلي چې صلاح الدین ریاني دا صلاحیت لري چې د ارگ او جمیعت تر منځ توافق وکړي.

رباني د بهرنو چارو د وزارت ترسنگ د جمعیت رهبر هم دی. د جمعیت اسلامي مشران خپل ځان د ملي وحدت د تشکیل او رهبرۍ مساوي شریک گڼي.

د دریو میاشتو نه زیات وخت شویدی چې ولسمشر غني د بلخ والي عطا محمد نور د کاره لیرې کړیدی خو هغه د ولسمشر دغه پریکړه نه مني او اوس هم ځان د بلخ والي گڼي. ښاغلی نور دا هم وایي چې ارگ د دې صلاحیت نه لري چې هغه برطرفه کړي.

XS
SM
MD
LG