د لاس رسي وړ اتصالات

د "ارګ او نور" ترمنځ ستونزه مخ په حل کېدو ده- عبدالله


د جمهور رئیس غني او بلخ د پخواني والي ترمنځ جنجال د ښاغلي غني له خوا د بلخ له ولایت څخه د ښاغلي نور د ګوښه کولو وروسته پیل شو.
د جمهور رئیس غني او بلخ د پخواني والي ترمنځ جنجال د ښاغلي غني له خوا د بلخ له ولایت څخه د ښاغلي نور د ګوښه کولو وروسته پیل شو.

د افغانستان د جمهوري ریاست او د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور ترمنځ د دغه ولایت څخه د ښاغلي نور د ګوښه کولو وروسته د راپورته شوي جنجالونو حل پر سر د تیرو ورځو خبرو اترو وروسته اجرائیه رئیس عبدالله هم دغو خبرو ته هیلمندي ښودلې او ویلي دي، چې دا ستونزه مخ په هواریدو ده.

اجرائیه رئیس عبدالله، چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو د شورا نوبتي غونډې ته خبرې کولې، د ارګ او ښاغلي نور ترمنځ د ستونزو په هواري خوښي څرګنده کړه.

ښاغلي عبدالله وویل " د کال په وروستیو ورځو کې ډیر خوشاله یم، کوم مسایل، چې د بلخ ولایت په اړه هم وو، د هواریدو په حال کي دي".

که څه هم د افغانستان جمهوري ریاست امریکا غږ اشنا راډیو ته د ښاغلي نور سره د افغانستان د ملي امنیت د رئیس محمد معصوم ستانکزي او د جمهوري ریاست د دفتر د رئیس عبدالسلام رحیمي ترمنځ کتنه تائید کړې وه او ویلي وو، چې جمهوري ریاست له پیل څخه د خبرو له لارې د رامنځ ته شوې ستونزې د حل ملاتړ کوه او کوي یې او د حل لپاره به خبرو ته دوام ورکړي.

خو دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان اجرائیه رئیس چې د ښاغلي نور په څیر د جمعیت اسلامي افغانستان د ګوند یو لوړپوړی چارواکی دی، د ارګ او د بلخ د پخواني والي ترمنځ په سوله ییز ډول د ستونزو د هوارولو په برخه کې د رامنځ ته شوي پرمختګ څخه یادونه کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست د لیندۍ د میاشتې په ۲۷ په یوه اعلامیه کې وویل، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د بلخ د پخواني والي استعفی منلی ده، خو ښاغلي نور د ارګ پریکړه ونه منله او د ارګ پرخلاف یې یو پراخه تبلیغاتي کمپاین پیل کړ، چې فبرورۍ په وروستۍ ورځ د کابل پروسې د کنفرانس د جوړیدو دوه ورځې دمخه یې پای ته ورسوه.

تراوسه لا د بلخ د پخواني والي او د ارګ ترمنځ د شوې موافقې په اړه یوې خوا هم په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خوځینو سیمه ییزو رسنیو د ښاغلي نور او ارګ ترمنځ د یو داسې جوړجاړې په باب رپوټونه خپاره کړي، چې له مخې به یې جمهور رئیس غني، بلخ ولایت ته نوی والي د ښاغلي نور په خوښه وټاکي.

د سولې پر وړاندیز چپ پاتې کیدل

همداشان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د وزیرانو د شورا نننۍ غونډې ته د وینا پر وخت طالبانو ته د افغان حکومت د سولې د وړاندیز په هکله هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې لکه چې دوی تمه لرله طالبانو لا هم د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته غبرګون نه ښودلی.

ښاغلي عبدالله وویل، هغوی چې د سولې پیغام ردوي او جنایتونه ترسره کوي، نومونه به یې د افغانستان د تاریخ په تورو پاڼو کېولیکل شي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د روان میلادي کال د فبرورۍ د میاشتې په ۲۸مه ورځ د کابل د پروسې په دوهم کنفرانس کې طالبانو سره د سولې لپاره یو وړاندیز وړاندې کړ، چې په کې طالبان د یوې سیاسي ډلې په توګه منل کیدو او په کابل کې د دفتر د پرانیستلو ترڅنګ یو لړنور وړاندیزونه هم شامل دي، خو د دوو اونیو په تیریدلو طالبانو لا هم د ښاغلي غني وړاندیز ته غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG