د لاس رسي وړ اتصالات

رویا سادات د زړه ورې ښځې نړیواله جایزه واخیسته


د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د٢٠١٨کال نړیوالې کلنۍ جایزې هغو لسو زړه ورو ښځو ته ورکړې چې په ډیرو سختو شرایطو کې یي د مشرتابه، بشري حقونو، د ښځو د پرمختگ ، پياوړتيا ، ټولنيز عدالت ، برابرۍ او د سولې په برخه کې ځانګړی فعالیتونه تر سره کړي دي.

سږکال په دي جايزه کې له افغانستان څخه رويا سادات شامله ده.

ميرمن سادات امريکا غږ اشنا سره په مرکه کې وويل، دجايزې د گټلو خوښي په الفاظو کې نشي بيانولائ او دا لاسته راونه له نور خويندو سره شريکه گڼي.

" دا جايزه یواځې زما نه بلکه د ټولو افغان ښځو شريکه لاسته راوړنه گڼم."

رويا سادات د افغان ښځو د ژوند په اړه فلمونه جوړوي او غواړي له همدی لاری د هغوی په ژوند کې مثبت بدلون راولي هغې زياته کړه:

مطمينه ده په هغوفلمونو کې چې د ښځو ژوند پکې انځوريږي د ليدونکو پرفکر او ليد لوري ژور تاثير لري او خلک د ښځو د ژوند او د هغوئ په هکله فکر کولو او بيا کتنې ته اړباسي.

ميرمن سادات دا هم وويل چې " ښځو ته بايد د ټولنې د مهم ضرورت په سترگه وکتل شي نه دا چې ښځه بايد د ټولنې لپاره تبلیغ شي."

د زړه ورو ښځو جايزې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې پيل شوې او له هغه راهيسي د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې ۱۲۰ ښځو ته دغه جايزې ورکړې دي.

سږکال ددی جایزو ورکولو کوربه د بهرنیوچارو د وزارت معاون جان سولیوان و، د جمهور رئیس ډانلد ټرمپ میرمن میلانیا ټرمپ د نړۍ لسو زړه ورو ښځو ته د هغوئ جايزې ورکړې او په غونډه کې يي تشویقي وینا هم لرله.

XS
SM
MD
LG