د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ حکومت امریکا ته د سفر بندیزونه او محدودیتونه پراخ کړل


د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ

د ټرمپ حکومت د سې شنبې په ورځ امریکا ته د فلسطین د خودمختارې ادارې او ۲۰ نورو هیوادونو په وګړو باندې د سفر د بندیزونو اعلان وکړ.

د ټرمپ حکومت پنځه نور هیوادونه - بورکینا فاسو، مالي، نایجر، جنوبي سودان او سوریه - او همدارنګه هغه خلک چې د فلسطین د خودمختارې ادارې لخوا صادر شوي اسنادو سره سفر کوي متحدو ایالتونو ته د بشپړ سفر بندیزونو په لیست کې شامل کړل، او په ۱۵ نورو هیوادونو یې نوي بندیزونه ولګول.

په دې سره د هغو هېوادونو شمېر ۳۹ ته ورسېدو چې امریکا ته یې د وګړو په سفر بندیز او محدودیت لګول شوی، په دوی کې یې اکثره افریقايي هیوادونه دي.

د ټرمپ ادارې په واشنګټن کې د شکرانې له ورځې یوه ورځ مخکې د یو افغان له خوا د ملي ګارډ پر دوو سرتیرو له برید وروسته، ویلي و چې دا محدودیتونه به زیات کړي.

د افغان وګړي دا کار د ځینو هیوادونو څخه راغلي خلکو مهاجرتي وضعیت هم اغیزمن کړ چې د امریکا ګرین کارت (د دایمي استوګنې کارت) لري.

حکومت دا پرېکړه د ډسمبر په دوهمه په یو يادښت کې اعلان کړه او دلیل یې د ملي امنیت یا عامه خوندیتوب په اړه اندېښنې ښودل شوې.

په دې کې د هغو ۱۹ هېوادونو د وګړو د منظور شویو غوښتنلیکونو د هر اړخیزې بیاکتنې امر هم شوی، چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۲۰ یا له هغې وروسته متحدو ایالتونو ته داخل شوي دي، یعنې هغه ورځ چې مخکني ولسمشر جو بایډن په کې واک ته ورسېد.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال د جون میاشتې په څلورمه، یوه اعلامیه صادره کړه چې له مخې یې د هغو ۱۹ هیوادونو پر وګړو د سفر بشپړ یا قسمي محدودیتونه ولګول شول چې کمزوري مرکزي واک لري او نشي کولای چې په سمه توګه د خپلو وګړو سوابق وڅېړي.

د دغو ۱۹ هېوادونو له ډلې څخه د ۱۲ هېوادونو په وګړو متحدو ایالتونو د ننوتلو بشپړ بندیز لګول شوی چې په کې افغانستان، برما، چاد، د کانګو جمهوریت، استوایي ګینه، اریتریا، هایتي، ایران، لیبیا، سومالیا، سودان او یمن شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG