د سوريي په روان کړکيچ کې د نړۍ د لويو هيوادونو مداخله هغه څه دي چې ددغه هيواد په اړه يی نړيوال بحثونه راپارولي.
سیاسي مبصر هاشم وحدتيار امريکا غږ اشنا ته وويل:
په سوریه کې د امریکا او روسیې اختلا ځيني ټکي د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل دی او کیدای شي د سوريې راتلونکې جدي وګواښي.
ښاغلي وحدتيار ددی پوښتنې په ځواب کې چې په سوريه کې د امريکا او روسيی تقابل او د ایران مداخله ،په نړيوالو قضاياوو کې افغانستان څومره متاثره کولائ شي وويل:
سوريه کې د امریکا او روسیې دا ډول تقابل ښایي ددی سبب شي چې روسیه د افغان طالبانو حمایت پراخ کړي ترڅو په افغانستان کې د امریکا لپاره ستونزه جوړه او تهدید ورته پیدا کړي.
دا اندیښنه هم مطرح ده چې سوریې ته د امریکا ډیره پاملرنه به د افغانستان وضعیت ته د امریکا توجه کمه کړي او پر پاکستان به د هغو فشارونو راوړلو هڅې هم کمزورې کړي چې د ترهګرو او سخت دریځو د پاللو له امله پری امریکا راوړي دي.
پوره مرکه دلته اوريدلائ شئ: