د لاس رسي وړ اتصالات

حسنيه احساس:ټاکنو کې د ښځو گډون مهم دی


 حسنيه وايي هلمندۍ ښځې به په راتلونکو ټاکنو کې پراخ حضور ولري.
حسنيه وايي هلمندۍ ښځې به په راتلونکو ټاکنو کې پراخ حضور ولري.

د پارلماني ټاکنو لپاره د رايی ورکوونکو د نوم ثبتولو لړۍ پیل شوی، په دی بهير کې د ښځو د ونډې په هکله د هلمند ولايت مدني فعالې حسني احساس امريکا غږ اشنا ته وويل:

په ټاکنو کې د ښځو گډون ډير مهم دی ،د هلمند ډيرې ښځې به په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې برخه واخلي دوئ غواړي ښځو لپاره کمپاين وکړي او خپلې رايي ورته وکاروي .

حسنيه وايی" تراوسه پارلماني ټاکنو ته دولس احتمالي نوماندې لرو".

هغه وايی کيداې شي دا شميره نوره هم لوړه شي او هلمند ولايت به د کار وړ،با ظرفيته او ځوانې نوماندانې ولري.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په وينا د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات به د روان لمریز کال د میزان میاشتې په۲۸مه تر سره شي.

راتلونکو ټاکنو لپاره د ښځو د نوم ليکنې او گډون په باب د حسنيي احساس مرکه دلته اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

XS
SM
MD
LG