د لاس رسي وړ اتصالات

سواتيانو سر په لاس کې نیولی و خو غونډې ته راغلل ـ علي وزير


علي وزيروایي د غونډی د نه کيدو لپاره ډير کوښښونه شوي وو خو د سوات غونډه بريالۍ وه.
علي وزيروایي د غونډی د نه کيدو لپاره ډير کوښښونه شوي وو خو د سوات غونډه بريالۍ وه.

د يکشنبې ورځ د (اپریل۲۹) د سوات د کبل په سیمه کې د پښتنو د ژغورنې د غورځنگ غونډه وشوه.

د پښتون ژغورنې د غورځنگ يو مشر علي وزير امريکا غږ اشنا ته وويل "سره له دې چې په غونډه کې د نه گډون او تخريب لپاره ډيرې خوارۍ او ولس ته گواښونه شوي وو خو د ټولو خبرو سره سره د سوات خلکو سرونه په لاس کې نيولي وو او غونډې ته راغلل."

د علي وزير په وينا د غورځنګ مشر منظور پښتین په خپلو خبرو کې ولس ته په خطاب کې هغو ښځو ته چې د پاکستان پوځ یې خپلوان او عزیزان بیولی، وويل"ترهغې به کرار نه کښینم چې ستا د سر د لوپټې حق مې ستا د کور تر دروازې نه وي رسولی."

همدارنگه هغه د پاکستان حکومت ته په خطاب کې ويلي "تا سې چې په رياست کې په خپلې جبري پاليسۍ پښتانه ډاروی، ځوروی ،د بط اتفاقۍ کوښښونه او هره لوبه مو وکړه بريالي نشوی او پښتانه مو يو له بله بيل نکړاې شول."

علي وزیر د سوات د غونډې او د پښتنو د ژغورنې غورځنګ د نورو پلانونو په اړه هم معلومات ورکړل.

علي وزير مرکه دلته اوريدلای شی:

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:13 0:00

XS
SM
MD
LG