د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون وايي د نوم ليکنې پروسه چې د وري د میاشتې په ٢٥ پیل شوی ورسره هم مهاله نوم لیکونکي خپل شکايتونه هم ثبتولای شي.
د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون کمشنری حميرا حقمل امريکا غږ اشنا ته په مرکه کې وويل:
د نوم ثبتولو لړۍ د جوزا په ٢٢ پای ته رسیږي خو د شکايتونو ثبتولو پروسه به د سرطان د میاشتی تر لومړۍ نيټی دوام ولري.
ميرمن حقمل دا هم وويل چې تر اوسه د شکايتونو د ثبتولو دفترونه فعاله نه دي خو نوم ثبتوونکي کولائ شي د ټاکنو د خپلواک کميسيون ولايتي دفترونو او ټولو هغو مرکزونو کې چې نوم ليکنه پکې کيږي شکايتونه په ځانگړی پاڼه کې چې يوه برخه يی د سند په شکل بیرته دوی ته ورکول کيږي ثبت کړي.
کمشنری حميراحقمل د نوم ليکنی په پروسه او په ټاکنو کې د ښځو ونډی ته په پام سره وويل، دا ځل شکايتونو ته جدی پاملرنه کيږي تر څو دوی(ښځې)په دا ډول دمکراتيکو پروسو بی باوره نشي.
حميرا حقمل مرکه دلته اوريدلائ شئ: