د لاس رسي وړ اتصالات

لومړي ځل لپاره د ښځو د سوداګریزو تولیداتو لپاره ځانګړی "نښان" جوړ شو


افغان حکومت له صنایعو او سوداګرۍ ښونې سره یو ځای د "فکري مالکیت" د ورځې په لمانځغوڼده کې د افغان سوداګرو ښځو د تولیداتو ځانګړی نښان "د ښځو جوړونې" په نوم پرانیسته.

د ښځينه سوداگرو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستيالې پرورش اورياخيل امريکا غږ اشنا ته وويل:

د افغان سوداګرو ښځو د تولیداتو ځانګړی نښان به ددی سبب شي تر څو د افغان ښځو د لاس تولیدات په نړیوالو بازارونو کې د هغوی په نوم وپيژندل شي.

میرمن اورياخيل زیاته کړه اوسمهال افغان سوداګرۍ ښځې د حکومت په ځانگړې توگه د لمړۍ ميرمنې (رولا غني) له ملاتړه گټه واخلي تر څو دهيواد دننه او بهر خپلو توليداتو لپاره مارکیټ پيدا کړي.

آغلې اوريا خيل دا هم وويل چې افغان ښځو توليداتو لپاره ځانګړی نښاند دوئ د زحمت ارزښت به په نړیوالو بازارونو کې وساتي.

په همدې غونډه کې د افغانستان لومړۍ میرمنې بي بي ګل رولا غني د افغان سوداګرو ښځو د تولیداتو ځانګړی نښان یوه لاسته رواړنه او بریا وبلله.

پرورش اوریا خيل سره د امريکا غږ مرکه:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:20 0:00

XS
SM
MD
LG