د لاس رسي وړ اتصالات

وزيري:په دولتي ادارو کې به د ښځو ونډه ډيره شي


د جمهوري ریاست د حکم په اساس په دی ورستيو کې څو ښځې په سیمه ايزه کچه په لوړو څوکيو په دندو وگمارل شوې، د مشرتابه څوکیو کې د ښځو د نويو مقرریو او په همدی اړه د جمهوري رياست په راتلونکو تصاميمو د جمهور ريس د ویاند مرستيالی درخانۍ وزيري امريکا غږ اشنا ته وويل:

د ټاکنيزو مبارزو پر وخت دا د جمهور ريس اشرف غني ژمنه وه چې په ادارو کې به د ښځو ونډه ډيروي ، د وعدی سره سم يی د ولسمشرۍ له پيله دا لړۍ شروع کړی ده.

آغلی وزيري د بيلگې په توگه د سترې محکمی عالي شورا ته د يوی ښځی معرفي کول،وزارتونو کې د ٩ ښځینه مرستیالانو گمارنه اونور ياد کړل.

درخانۍ وزيري دا هم وويل”د ټولنې د نيمايي قشرپه توگه او په ادارو کې د ضرورت په اساس د جمهورريس په حکم به د ښځو دا ډول گمارنې دوام ولري”.

هغې دا هم وويل چې حکومت به په نږديو ورځو کې نوری ښځې هم په لوړو او با صلاحيته څوکیو کې په دندو وگماري.

درخانۍ وزيري مرکه دلته اوريدلای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00
XS
SM
MD
LG