د لاس رسي وړ اتصالات

نوم ليکنې په پروسه کې دخوست د ښځو ونډه بيخي کم رنګه ده


.
.

د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پروسې له پیل څخه بيا تر پرون مازديګر پورې په خوست کې ۶۴ زره کسانو نوم ليکنه کړې، چې له دې جملې څخه يې ايله ۷ زره ښځې دي.

د ښځو د حقونو فعالانې ياد شمېر ته په کتو سره د ښځو ونډه خورا کمه بولي. د دوی په وينا ښځو ته په ټاکنو کې د ګډون او د نوم ليکنې لپاره هغسې کار نه دی شوی، څومره چې لازم ښکاري.

د مدني فعالې مېرمن شافعې نورزۍ په وينا د تذکرو نشتون او کمزوری عامه پوهاوی هغه دوه عمده لاملونه دي، چې له کبله يې تر اوسه د نوم ليکنې په پروسه کې د ښځو ونډه کمرنګه ده.

د ځينو غيررسمي شمېرو له مخې ويل کېږي چې د افغانستان د يو شمېر نورو ولايتونو په څېر په خوست کې هم، چې اکثره ښځې يې بې سواده دي، تر ۹۰ فيصده زياتې ښځې تذکرې نه لري.

مېرمن شافعه وړانديز لري، چې ديني عالمان، قومي مشران او د ښځو د حقونو مدافعين دې، په ټاکنو کې د پراخ ګډون لپاره د ښځو نوم ليکنې ته پراخ عامه پوهاوی او کمپاين وکړي.

د نوم ليکنې له پروسې څه باندې مياشت تېرېږي خو ډېرو کمو ښځو نوم ليکنه کړې ده
د نوم ليکنې له پروسې څه باندې مياشت تېرېږي خو ډېرو کمو ښځو نوم ليکنه کړې ده

سره له دې چې په افغانستان کې د ولسي جرګې او د ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې له پروسې څه باندې مياشت تېرېږي، ډېرو کمو خلکو په ځانګړې توګه ښځو ډېره کمه نوم ليکنه کړې ده.

په همدې حال کې د خوست والي حکم خان حبيبي امريکاغږ ته وويل، چې د ښځو له فعالانو سره يې د ښځو پر نوم ليکنې بحث کړی، ستونزې يې څېړلي او ولايتي اداره به يې د هوارولو پوره هڅه وکړي.

نوموړي وويل: ”د انتخاباتو په ملي پروسه کې د خويندو ونډه اړينه ده. عامه پوهاوی او د خويندو جدي ګډون مهمه مسئله ده، چې تر ډېره بريده په خوست کې کار شوی، خو بيا هم اړتيا ده چې ستونزو ته يې رسيده ګي وشي او دغه ملي پروسه په پراخه توګه مخته لاړه شي‟.

په ټوليز ډول پر ټاکنو د خلکو بې باروي، په ځينو مواردو کې د ناامنۍ اندېښنې او همدارنګه د نوم ليکنې مرکزونو ترمنځ زيات واټن، هغه عمده لاملونه بلل کېږي چې له کبله يې دا پروسه پڅه روانه ده.

XS
SM
MD
LG