د لاس رسي وړ اتصالات

کابل تهران کې پر پنځه کلنې افغانې د جنسي تیري قضیه څېړي


تصویر ارشیف:
تصویر ارشیف:

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د افغانستان سفارت ته دنده سپارلې چې هلته پر یوې افغانې ماشومې د جنسي ‌تیري‌قضیه جدي وڅېړي.

په تهران کې د پنځه کلنې بهارې کورنۍ رسنیو ته ویلي‌ دي چې بهاره د چهارشنبې په ورځ (مۍ۳۰) د باندې په ډوډۍ اخیستلو پسې وتلې وه چې نامعلومه کسانو تښتولې او بیا یې پرې جنسی تیری کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي دي چې په تهران کې یې له افغان سفیر نصیر احمد نور سره تیلیفوني خبرې کړي او هغه ته یې لارښوونې کړې "دا مسئله جدي وڅېړي او عاملین دې ونیول شي".

وایي افغان سفیر ورته ویلي‌ چې د ماشومې له کورنۍ سره په تماس کې دي او د پېښې د څېړلو په اړه یې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته یې "یو یادښت هم استولی" دی.

تیري کوونکي چې ویل کیږي‌ ایرانیان دي تښتېدلي خو پولیس وایي چې لټون یې پیل کړی دی. پر پنځه کلنې بهارې له برید وروسته ګاونډیانو هغه په بد حال کې موندلې او روغتون ته یې انتقال کړې ده او وضعیت یې ښه بلل شوی دی.

دا پېښه په ټولنیزو رسنیو کې په پراخ ډول غندل شوې او د عاملینو د نیولو ا محاکمه کولو غوښتنه شوې ده.

XS
SM
MD
LG