د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په مدرسو کې ملایان په ماشومانو 'جنسي تیري' کوي


ملایان نه غواړي چې په دی هکله تحقیقات وشي
ملایان نه غواړي چې په دی هکله تحقیقات وشي

په پاکستان کې په مدرسو کې د ملایانو د لاسه په ماشومانو جنسي تیري یوه عادي خبره ده خو په دغه مسله لا خبرې کول هم مشکل دي.

کوثر پروین چې په خپل زوي د جنسي تیري قصه کوي نو د خپل نهه کلن زوي په وینو لړلی پرتوگ یې سترگو ته کیږي او د هغې د سترگو نه اوښکې بهیږي. د هغې په زوي د مدرسې ملا جنسي تیری کړیدی.

د پروین زوي د یو کال راهیسې د کور سره نژدې یوې مدرسې ته د دیني زدهکړو لپاره تللو. د اپریل په میاشت کې د مدرسې ملا په هغه جنسي تیرې وکړ. دغه هلک وایي "ما هیڅ حرکت نه کاوه، زه ویریدم. ما ژړل، هغه زه ډیر خوږ کړم. زما کمیس یې زما په خوله کې ومنډه چې زه غږ ونه کړم."

د پروین د زوي قصه په مدرسو کې په ماشومانو باندې د جنسي تیري یواځې یوه بیلگه ده.

هغه ملا چې په ماشوم یې جنسي تیری کړی
هغه ملا چې په ماشوم یې جنسي تیری کړی

جنسي ځورنې یوه عادي مسله

اې پي یو تحقیقاتي رپورټ لیکلي چې په پاکستان کې د ماشومان په جنسي توگه ځورل یوه عادي کار دی او د ډیر پخوا راهېسې کیږي. د پاکستان د ښارونو نه واخله تر وړو کلیو پورې ماشومان د دغه ډول ځورونو سره مخامخ دي.

په پاکستان کې د جنسي ځورنو په موضوع خبرې شرم گڼل کیږي او زیاتره عام خلک په دی موضوع هیڅ خبرې نه کوي.

د جنسي ځورونو پیښې ډېرې کمې رپورټ کیږي او که چیرته پولیس ترې خبر شي نو هغوي هم رشوت اخلي او د ملایانو په ضد هیڅ ډول اقدامات نه کوي. داسې پیښې د دې نه مخکې چې محکمو ته ورسیږي، بیرته واخیستل شي.

د پاکستان په قوانینو کې د متضرر کورنۍ کولی شي چې تیری کونکی وبخښي او په بدل کې پیسې واخلي.

اې پي د تیرې یوې لسیزې په مودې کې په مدرسو کې په ماشومانو د جنسي تیریو په لسگونو قضیې موندلي دي او چارواکي وایي چې داسې به ډیر نور ملایان هم وي چې ماشومان په جنسي توگه ځوروي. دا وخت په مدرسو کې شاوخوا دوه ملیونه ماشومان زدهکړې کوي.

د ای پي دغه رپورټ لیکي چې تیري کونکي اکثره د ملایانو او د سختدریځو ډلو ملاتړ لري. د پاکستان یو لوړپوړي چارواکي په دی مسله وویل چې په مدرسو کې داسې ډول کارونه ډیر زیات کیږي. دغه لوړپوړي چارواکي د نوم نه څرگندولو په شرط وویل چې په مدرسو کې ملایان او په کلیساگانو کې پادریان د ماشومانو سره یو شان چلند کوي. هغه وایي "په مدرسو کې په سلگونو ماشومان په جنسی توگه ځورول کیږي. دا یوه ډیره عام خبره ده."

هغه وایي چې پاکستاني ملایان حکومت دیته نه پریږدي چې د مدرسې وپلټي. دغه ملایان په هغه خلکو مذهب ته د سپکاوي تورونه لگوي چې څوک په دوي انتقادونه وکړي.

"په چا باندې د مذهب د سپکاوي تور لگول ډیر اسان کار دی، زه د دي نه ډیر ویریږم چې دوي تر کومه حده تللی شي. دوي (ملایان) هر څه کولی شي. زه نه پوهیږم چې د دې خلکو اصل څیره به څنگه نړۍ ته ښکاره شي. خو دا ډیر خطرناک کار دی."

یو بل پاکستاني چارواکي هم د نوم نه څرگندولو په شرط وویل چې دا یو ډیره خطرناکه موضوع ده.

په تیرو لسو کلونو کې په مدرسو کې د ماشومانو سره د جنسی ځورونو ٣٥٩ قضیې پولیس ته رپورټ شویدي. خو د ساحل په نوم د ماشومانو د حقوقو د یوې ادارې کارکونکې ممتاز بانو وایي چې دا شمیره بیخي کمه ده او په مدرسو کې دا کار د ډیرو ماشومانو سره کیږي.

د پاکستان د مذهبي چارو وزیر سردار محمد یوسف دغه ټول رپورټونه ردوي او وایي چې دغه د مدرسو او د دیني عالمانو د بدنامولو کوښښ دی. هغه وایي چې جنایت کاران هر ځاې موجود وي.

مدرسې څنگه کار کوي?

په پاکستان کې دا وخت ٢٢ زره مدرسې دي چې پکې په ملیونو ماشومان دیني زده کړې کوي. په مدرسو کې اکثره هغه ماشومان زدهکړې کوي چې د نیستمنو کورونو وي او په مدرسو کې ورته مفته خواړه او تعلیم ورکړل کیږي.

په مدرسو کې د قران تعلیم ورکول کیږي او هغه کسان پکې ماشومان ته ښوونې کوي چې په نورو مدرسو کې یې زدهکړې کړي وي.

د پاکستان شتمن خلک د مدرسو سره مالي مرستې کوي چې پکې دیني او سیاسي مشران شامل دي. لدی سره سره ځیني اسلامي ملکونه هم د مدرسو مالي مرستې کوي چې پکې سعودي عربستان شامل دی.

XS
SM
MD
LG