د لاس رسي وړ اتصالات

رولا غني:خوشحاله يم چې ډيرې ښځې ټاکنو ته نوماندې دي


د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني د سه شنبې په ورځ په واشنگتن ډي سي کې د دیوس په نوم د یو ټولنیز شرکت په غونډه کې د افغانانو په استازېتوب خبرې وکړې.

پدې غونډه کې د ګڼ شمیر مرستندویه موسسو استازو هم ګډون درلود.

میرمن غني د خپل موقف نه په استفادې د افغانانو په ځانگړې توگه د ښځو غږ هغو نړیواله مرستندویه ادارو ته ورساوه چې د 2018 کال لپاره په نړۍ کې د بدلون د راوستلو لپاره راټول شوي و.

میرمن غني امريکا غږ اشنا ته ويلي، سره له دی چې ښځو ته په دولتي ادارو کې د فعاله حضور لپاره ډير فعاليتونه ترسره شوي،بيا هم تاو تريخوالې يې د پرمختگ ترټولو لويه ستونزه او خنډ دی.

ميرمن غني په افغانستان کې روان تاوتريخوالې یواځې د ښځو په وړاندی نه بلکه د ټولو افغانانو لپاره يوه معنوي او رواني ستونزه بولي.

« کله چې د تاو تريخوالي خبره کيږي بايد ټول په پام کې ونيول شي لکه ښځې ، ماشومانواو نارينه. مونږ درې لسیزې جنگ تير کړې په جنگ کې غير له تاو تريخوالي او وژنې نه بل څه نشته دا د ټولو افغاننو لپاره یوه معنوي او رواني ستونزه ده مونږ باید ورو ورو يو بل ته درناوې او مهرباني زده کړو»

میرمن رولا (بي بی گل) غني ویلي کوښښ کوي د افغان ښځو په ژوند کې د مثبت بدلون لپاره ډير کار وکړي.

«د ښوونې او کاري ظرفيتونو لوړيدو په برخه کې روزنې ته د ښځو لاسرسې زیات شوې،زه هغوی هڅوم چې خپل کاري ظرفيتونه لوړ کړي چې دا يو ښه کار دی»

د افغانستان لمړۍ ميرمن ټولنه کې د افغان ښځو ونډې ته په پام سره په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو گډون ته په اشارې وويل:

«زه ډيره خوشحاله يم چې ډيرې ښځې ټاکنو ته نوماندې دي،هیله لرم چې ډيرې خويندې تذکرې واخلي او په ټاکنو کې گډون وکړي ځکه دوی هم د نورو وگړو په څير د ټولنې برخه دي او باید غږ يې واوريدل شي»

رولا غني وايي نړيواله ټولنه باید د افغانانو غږ واوري او د هغوې د غوښتنو مطابق پرې عمل وکړي.

ميرمن غني له مرستندویه ادارو نه وغوښتل چې افغانانو ته د یو مساوي شریک په سترگه وگوري.

XS
SM
MD
LG