د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ميرمنې: اوربند دی وغځول شي


د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښارکې لسګونو میرمنو د مخابراتو څلورلارې څخه تر پښتونستان څلورلارې پورې د سوله ییز لاریون په ترڅ کې د حکومت او افغان وسله والو طالبانو ترمنځ د اوربند مودې د غځیدو غوښتنه وکړه.

د لاریون تنظیموونکې مقدسې احمدزۍ امريکا غږ اشنا ته وویل، تياره ماښام کې ، په زارۍ او اوښکو تويولو په لاريون کې له جنگ څخه متضرره هغو ښځو گډون کړې چې د کور نږدي غړي يې له لاسه ورکړي.

احمدزۍ وايي لاريون کوونکې د جنگ څخه متضرره کورنیو ښځې وې
احمدزۍ وايي لاريون کوونکې د جنگ څخه متضرره کورنیو ښځې وې

هغې زياته کړه د لاریون موخه د اوربند ملاتړ او د ټولو ښکیلو خواو څخه د جګړې د ختمولو غوښتنه ده.

«ټولې میرمنې او خویندې د افغان وسله والو طالبانو له لورې د درې ورځني او د حکومت له لورې د اووه ورځني اوربند اعلان خوشحاله کړي،خو پر دواړو لورو غږ کوي،چې د اوربند موده دې وغځوي».

د احمدزۍ په وینا د جګړې له امله یې د هېواد زرګونه میرمنې کونډې ، ماشومان یتيمان،خویندې بې وروره او میندې بوری شوي ،ځکه په هېواد کې د ټولو ښکیلو خواو څخه غواړي چې د جګړې پر ځای د سیاسي فعالیت له مخې خپلو موخو ته ځآنونه ورسوي.

یادو میرمنو چې د سولې،امن ،او اوربند لیکلي شعارونه يې هم له ځان سره لیږدول،له نړیوالې ټولنې غوښتي ترڅو په هېواد کې د جګړې د پای ته رسیدو په برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.

دا لومړی ځل دی،چې لسګونه میرمنې د جلال اباد ښار په زړه کې د یوې څلور لارې څخه تر بلې څلور لارې پورې په پلې تګ سره د جګړې د پای ته رسیدو او اوربند مودې د غځیدو غوښتنې کوي.

د مقدسه احمدزۍ مرکه دلته اوریدلای شئ ،هغه د مرکې په پیل کې دلاريون په هدف غږيږي:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:38 0:00
XS
SM
MD
LG