د لاس رسي وړ اتصالات

حمیرا حقمل:د ولسي جرگې له کانديدانو نه سلگونه شکايتونه شوي


ميرمن حقمل وايي:اکثره شکایتونه له هغو برحاله وکيلانو دي چې ځانونه يې بیا کانديد کړي
ميرمن حقمل وايي:اکثره شکایتونه له هغو برحاله وکيلانو دي چې ځانونه يې بیا کانديد کړي

د پارلماني او ولسواليو شوراگانو لپاره د ابتدايي نوملړ د اعلان نه وروسته نوماندان او نور وگړي کولائ شي خپل شکايتونه د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون سره ثبت کړي.

دا چې تراوسه د شکايتونو د ثبت لړۍ څنگه روانه ده؟

د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون يوې کميشنرې حميرا حقمل امريکا غږ اشنا راډيو ته وويل:

تر اوسه شاوخوا پنځه نيم سوه شکايتونه د ټولو ولايونو څخه دوی ته رسیدلي.

«دا شميره نظرد نوماندانو تعداد او زمونږ تمې ته په کتو کمه ده.»

آغلې حقمل زياته کړه، ولس بايد د محافظه کارۍ سیستم پريږدي اود غيرقانوني کړنواوهغو نوماندانو په هکله چې واجد شرايط نه دي شکايتونه ثبت کړي تر څو راتلونکي کې پاک او ښه پارلمان ولرو.

«اکثره شکایتونه له هغو برحاله وکيلانو دي چې ځانونه يې بیا کانديد کړي».

د حميرا حقمل مرکه دلته اوريدلای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:39 0:00
XS
SM
MD
LG