د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه امریکا ته: طالبانو سره وغږیږئ یا جنګ ته ادامه ورکړئ


کابلوف خبرداری ورکړ که امریکا له طالبانو سره خبرې ونکړې جنګ به روان وي
کابلوف خبرداری ورکړ که امریکا له طالبانو سره خبرې ونکړې جنګ به روان وي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګری استازی وايي امریکا باید یا له طالبانو سره د سولې خبرو ته کښیني یا دې بې پایلې جګړې ته ځان ټینګ کړي.

د افغانستان لپاره د روسیي ځانګړي استازي ضمیر کابلوف دا خبرداری هم ورکړ که "امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې ونکړې په {افغانستان} کې جنګونه او وینې تویدل به کلونه کلونه روان وي." ښاغلی کابلوف داسې مهال دا خبرې کوي چې شاوخوا درې میاشتې مخکې ولسمشر غني‌ طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې د خبرو وړاندیز وکړ او نړیوالو د دغه وړاندیز هرکلی وکړ.

طالبانو په مستقیم ډول د ولسمشر غني د دغه وړاندیز په اړه څه نه دي‌ ویلي‌ خو ښاغلی کابلوف وايي طالبان د کابل له حکومت سره خبرې نکوي ځکه چې د هغه په وینا طالب وسله وال افغان حکومت "لاسپوڅی" ګڼی.

امریکايي چارواکو په وار وار ویلي چې د سولې خبرې باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وشي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز څه موده مخکې ویلي وو چې امریکا "د افغان حکومت او د أفغانستان د خلکو استازې نشي کېداې."

امریکايي چارواکي روسیه تورنوي چې په افغانستان کې له طالب وسله والو سره مرستې کوي، خو روسیه وايي‌ هغوی له طالبانو سره تماس لري‌ چې د سولې خبرو ته یې وهڅوي.

د امریکا د ۲۰۱۶ کال له ټاکنو وروسته روسیه د ټاکنو په چارو کې په لاسوهنې تورنه شوه او د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې شوې. همدغه راز روسیه په سوریه کې د رژیم او امریکا بیا د رژیم ضد پلویانو ننګه کوي.

د شوروي‌ تجربه

د بلومبرګ خبري اژانس په وینا افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي دا خبره هم کړې ده چې امریکا په افغانستان کې هماغه تجربې تکراروې چې شوروي اتحاد ورسره مخامخ وو.

هغه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر د زیاتوالي په اړه هم وویل که آن ۵۰زره نور ځواکونه هم واستوي، افغانستان کې وضعیت نشي ښه کولی.

پخواني شوروي‌ اتحاد د افغانستان د لس کلن نیواک پر مهال شاوخوا ۱۵۰۰۰ځواکونه له لاسه ورکړل.

امریکا په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د رژیم له پرځېدو وروسته په افغانستان کې دخیله شوه چې تر دې دمه یې شاوخوا ۲۴۰۰ عسکر وژل شوي‌ او زرګونه نور ژوبل دي.

د امریکا د دفاع وزارت مقاماتو وايي چې د افغانستان جګړه په کال کې ۴٥ میلیارده ډالر لګښت لري.

XS
SM
MD
LG