مدني فعالې ظريفې غفاري امريکا غږ اشنا راډيو ته وويل:
د ١٣٠ کانديدانو څخه درې تنه د غوره ښاروالانو په توگه جمهور ريس ته معرفي شول چې تر ټولو لوړې نمري د آغلې غفاري وې.
د ميدان ښار نوې ښاروالې دا هم وويل، په افغاني ټولنه کې د د ښځو لپاره د مقام گټل آسانه کارنه دی.
«ما په داسې ټولنه کې دا مقام ترلاسه کړ چې ښځې يي د ابتدايي حقونو څخه لا برخمنې نه دي».
هغه وايي په نرواکه ټولنه کې به کار ورته يو څه ستونزمن وي خوهيڅکله به له خپل هدف څخه چې د ښه کاري پلان تطبيق دی په شا نشي.
د هيواد په کچه دا لمړې ځل دی چې یوه نجلۍ د يو ولايت ښارواله مقرریږي.
ظريفې غفاري په اقتصاد کې دهندوستان په پنجاب يونيورستۍ کې د ماسترۍ ترکچې زده کړې کړي دي.
د ظريفې غفاري مرکه دلته اوريدلای شئ: