د لاس رسي وړ اتصالات

مایار:ښځينه خبريالانو ته په کمه سترگه کتل کيږي


د بی پولي خبریالانو د مرکز په بلنې یو شمير خبریالانې پاريس ته بلل شوي چې له دی ډلې د ښځينه خبریالانو د ملاتړ د مرکز مرستياله او د مرسل مجلې چلوونکې آمنه مايار ده.

ميرمن مايار چې د فرانسې نه امريکا غږ سره غږيده پاریس ته يې د سفرد هدف په هکله اشنا راډيو ته وويل:

«د سفر هدف د ښځينه خبريالانو د ظرفيت لوړولو، د ستونزو د حل لارو چارو لپاره د ستراتيژۍ جوړولو په خاطر په يو روزنيز ورکشاپ کې گډون دی.»

هغې زياته کړه، د پاريس روزنيز ورکشاپ به دوی سره مرسته وکړي ترڅو په افغانستان کې د ښځينه خبریالانو ستونزو ته د حل لاره ومومي او د خبريالۍ مهارتونه اوظرفيتونه يې لوړشي.

آمنې مایار داهم وويل ،په افغانستان کې ښځینه خبريالانې له ډیرو ستونزو سره مخ دي چې يوه يې هم په ادارو کې دوی ته په کم نظر کتل دي.

د آمنې مایار مرکه دلته اوريدلای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:46 0:00

XS
SM
MD
LG