د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۴۰ فیصده میندې د وینې له کموالي کړیږي- روغتیا وزارت


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي په افغانستان کې د مور او ماشوم مړینه لا هم یوه ستونزه ده.

د عامې روغتیا وزارت د مور او ماشوم برخې مشرې زلیخا انوري د یکشنبې په ورځ (اګست۲۶) د کمخونۍ او اسهالاتو له امله مور او ماشومو د وقایوي درملو پیژندنې په غونډه کې وویل "شمیرې ښیي چې د میندو د روغتیا په برخه کې کمخوني یوه ستره ستونزه ده چې ۴۰ فیصده ښځې چې د امیدوارۍ په سن کې دي کمخونه دي او همدارنګه په ۲۴ فیصدو نورو هغو ښځو کې چې امیدواره دي اوسپنه کمه ده".

ډاکټرې زلیخا انوري زیاته کړه عامې روغتیا وزارت د همدې ستونزې د حل لپاره د کمخونۍ ټابلیټونه یا فولیک اسید په وړیا او اسانه توګه ښځو ته برابر کړي دي.

د کابل ښار یوه اوسیدونکې مریم ۲۱ کاله عمر لري.هغې واده نه دی کړی او کمخونه ده. هغه وايي "ډیر وخت کیږي ضعیفه یم چې ډیره کینم بیا د پورته کیدو وخت کې راباندې سر ګرځي په لاره سمه نه شم تللای.اشتها مې هم ښه نده ډاکټران راته وایي کمخونه یې".

د عامې روغتیا وزارت د اسهالاتو له امله د ماشومانو د مړینې له امله اندیښنه لري او وایي په افغانستان کې هر کال اتیا زره ماشومان یوازې د اسهالاتو له امله مړه کیږي.

د عامې روغتیا وزارت یې د مخنیوي لپاره د (او ار اس) پوډر او زینک ګولیو د استعمال په ډیریدو ټینګار کوي.

دغه وزارت وایي دا مهال ۴۷ فیصده ماشومان له( او ار اس) پوډر او لس فیصده نور له زینک ګولیو څخه چې، د اسهالاتو په درملنه کې رغنده رول لري،لاسرسی لري.

XS
SM
MD
LG