د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکلې نیټې نه مخکې کمپاين کوونکي به جريمه شي _ حميرا حقمل


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي هغه کاندیدان چې له خپلو رسمي دندو يې تر اوسه استعفا نه ‌وي کړې، او یا له وخته مخکې کمپاين پری ثبوت شي له قانوني چلند سره به مخ شي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مرستيالې حميرا حقمل امريکا غږ اشنا ته وويل:

د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو لپاره رسمي کمپاینونه د میزان په ۶مه پيل او د میزان په ۲۶مه پای ته رسیږي ،وروسته بیا ۴۸ ساعته د سکوت وخت دی.

ميرمن حقمل مني چې یو شمیر کاندیدانو له وخته مخکې کمپاین پیل کړې، خو ټینګار کوي چې ولس دې په دې برخه کې له دوې سره همکاري وکړي او اسناد دې د ثبوت سره د شکاياتو کميسيون ته وسپاري.

حميرا حقمل دا هم وويل چې له وخته مخکې کمپاین کوونکي به له قانون سره سم له ٥٠ زره نه نيولې، تر یو لک افغانیو نغدي جریمه شي.

د نوماندانو د استعفا ،د کمپاين د نيټې او ورته مسايلو په هکله د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون د مرستيالې حميرا حقمل مرکه دلته اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:50 0:00
XS
SM
MD
LG