د چهار شنبې ماښام په یو سپورتي کلپ کې د ځانمرگي بريد مخه ولې ونه نيول شوه ؟
د افغانستان د کورنيو چارو وزات د ویاند مرستيال نصرت رحیمي امریکا غږ اشنا ته وويل:
د لمړۍ پيښې نه وروسته د سيمې د قهريدلو خلکو غير مسوولانه مداخله د دوهمې پيښې سبب شوه.
رحیمي زیاته کړه،خلکو پوليسو ته اجازه ورنکړه چې د پیښې په سیمه کې لازم مسوولیتونه ترسره کړي.
هغې د رسنيو له مسوولينو وغوښتل ترڅو د پیښې له ځایه د ژرخبر خپرولو پر ځاې د خبریالانو مصونيت ته ډیر پام وکړي او خبریالان دی هم د پوليسو غوښتنې ومني تر څو د دا ډول پیښو مخنيوې وشي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزات د ویاند مرستيال نصرت رحیمي مرکه دلته اوريدلای شی،هغه په پیل کې په دی غږيږي چې دوه پرله پسې پیښې څنگه وشوي؟