د لاس رسي وړ اتصالات

لمړۍ ميرمن د هیڅ بهرنۍ موسسې نه مالي مرسته نه اخلي-زحل امرخيل


د افغانستان لپاره د امریکا د سرمفتش ځانګړې ادارې ویلي چې د افغان مېرمنو لپاره د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې ابتکاري پروژه ناکامه وه .

سره له دی چې په راپور کې په مشخصه توگه په دی هکله څه ویل شوي نه دي ، په ټولنيزو رسنيو کې د لمړۍ ميرمنې دفتر د پروموټ د پیسو په حیف وميل کيدو تورن شوی.

د لومړۍ مېرمنې دفتر بیا پر اغلې غني لګېدلي تورونه ردوي.

د لمړۍ ميرمن د دفتر ريسې زحل امرخيل امريکا غږ اشنا ته وويل:

هر هغه پروگرام چې د افغان ښځو د ژوند د ښه والي لپاره کار کوي لمړۍ ميرمن يې ملاتړ کوي خو په مالي برخه کې نه يواځې د پروموټ بلکه د هيڅ یوې خارجي موسسې څخه مالي مرسته نه ترلاسه کوي او نه هم علاقه لري.

آغلې امرخيل زياته کړه سره له دی چې د سیگار په رپوټ کې د لمړۍ ميرمنې په هکله واضح څه نه دی ويل شوي خو د خلکو د آوازو چې گويا د پروموټ د پروگرام یوه برخه پیسې د لومړۍ ميرمنې لخوا حيف وميل شوي بايد وضاحت ورکړل شي چې د لمړۍ ميرمنې دفتر د پرموټ د پروگرام سره هيڅ کاري او مالي اړيکې نلري.

هغې وويل د دفتر د مامورينو معاش او نور مصارف يې افغان حکومت ورکوي.

پروموټ هغه پروژه ده چې د امریکا متحده ایالاتونو له‎خوا د ۲۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغان مېرمنو د ظرفيت لوړولو په خاطرفعاليت کوي.

د وضاحت لپاره د لمړۍ ميرمنې د دفتر له ريسې سره مرکه کړې

هغه په پيل کې د پروموټ او د لمړۍ ميرمنې ددفتر تر منځ په کاري اړيکو غږيږي:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:23 0:00
XS
SM
MD
LG