د افغان میرمنو تعلیمي مرکز په سیاسي مشارکتونو کې د ښځو د ونډې په ډيريدو کې د رسنیو رول مهم ګڼي.
د افغان میرمنو تعلیمي مرکز همدې اهميت ته په کتو یو شمير خبریالانو ته دوه ورځينې ورکشاپ جوړکړې.
د افغان میرمنو تعلیمي مرکزمشرې پلوشې حسن امريکا غږ اشنا ته وويل:
" دغه دوه ورځینی ورکشاپ چې د انتخاباتو په پروسه کې د جنسیتي توازن په پام کې نیولو سره د رسنیو د نقش" تر نامه لاندې د جوړشوی و،هدف یې دا و چې په رسنیزو پروګرامونو او راپورونو کې جنسیتي توازن په پام کې ونیسي".
د افغان میرمنو تعلیمي مرکز مشرې پلوشې حسن سره مو په همدې اړه مرکه کړې ، هغه په پیل کې د دوه ورځيني ورکشاپ په هدف غږيږي چې تعليمي مرکز لخوا خبريالانو لپاره جوړ شوې: