د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د خاشقجي پاتې شوني دې د هغه کورنۍ ته وسپارل شي


امریکا وایي چې د وژل شوي سعودي خبریال د جسد پاتې شونې دې معلوم کړل شي او د هغه کورنۍ ته دې وسپارل شي چې هغوي یې اخیري رسومات وکړي

د امریکا د بهرنو چارو وزیر رابرټ پلاډینو پرون د پنجشنبې په ورځ ویلي دې چې د سعودي عربستان په قونصلگرۍ کې د وژل شوي خبریال جمال خاشجي د جسد پاتې شونې دې د هغه کورنۍ ته وسپارل شي چې هغوي یې اخیري رسومات وکړي.

د ترکیې حکومت هم د سعودي عربستان نه غوښتي دي چې د جمال خاشقجي د مړي په اړه دې ورته معلومات ورکړي چې هغه چیرته دی. د ترکیې لوی څارنوال تور لگوي چې د سعودي حکومت ورسره په پلټنو کې کومک نه کوي

د ترکیې لوی څارنوال د چارشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي و چې د خاشقجي د وژلو نه وروسته یې د هغه د بدن غړي پرې کړیدي

XS
SM
MD
LG