د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه: خاشقجي لومړی زندۍ شوی بیا یې د بدن غړي پرې شوي


د سعودي خبریال جمال خاشقجي په ترکیې کې سعودي قونصلگرۍ ته د راتگ سره لمړی زندۍ شوی او وروسته یې بیا د بدن غړي پری شویدي.

دغه څرگندونې د ترکېې یو لوړپوړي څارنوال د چارشنبې په ورځ د سعودي عربستان د خبریال جمال خاشقجي د قتل د تفصیل د تحقیقاتو په اړه کړیدي.

څارنوال عرفان فیدان په اعلامیې کې دا هم ویلي چې "د سعودي څارنوال سعود المجیب سره د خبرو نه وروسته هغوي یوې ' نتیجې' ته ندي رسیدلي، د دې باوجود چې ترکیه د ریښتیاو په ډاگه کولو ښه نیت لري."

دا لمړی ځل دی چې ترکي څارونوال د خبریال خاشقجي قتل او د بدن د غړو پرې کیده تائیدوي. دغه اعلامیه وایي چې د اکتوبر په ٢ نیټه، څنگه چې جمال خاشقچي د سعودي قونصلگرۍ ته ننوت نو هغه زندۍ شو او د وژل کیدو نه وروسته یې د بدن غړي پرې کړل شول.

د ترکیې څارنوال دا هم وایي چې سعودي عربستان ورسره د هغه د وژل کیدو په اړه په تحقیقاتو کې مرسته ونکړه.

XS
SM
MD
LG