د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي خبریال زوی د سعودي عربستان نه ووت


د سعودي خبریال جمال خاشقچي مشر زوی د خپلې کورنۍ سره یو ځای د سعودي عربستان نه واشنگټن ته تللی دی.

د جمال خاشقچي کورنۍ ته نژدې یوې سرچینې رویټرز ته ویلي دي چې د وژل شوي خبریال زوی او کورنۍ یې د اکتوبر په ٢٥ د سعودي عربستان نه واشنگټن ته تللی دي.

صالح خاشقچي چې د امریکا او سعودي دواړو ملکونو تابعیت لري، په سعودي عربستان کې د سفر د بندیز له کبله بند و خو هغه د اکتوبر په ٢٥ د دغه ملک نه ووت.

صالح خاشقچي یوه ورځ مخکې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره ملاقات کړی و. ولیعهد سلمان هغه او د هغه کورنۍ ته د جمال خاشقجي د مړینې تعزیت وکړ. د دغه ملاقات عکسونه په خبرې رسنیو کې خپاره شویدي.

د ترکیې حکومت تور لگوي چې د سعودي ولیعهد سلمان په امر په ترکیې کې په سعودي قونصلگرۍ کې د خبریال قتل شویدی.

ولیعهد محمد بن سلمان بیا وایي چې د قتل د مسولینو سره به د قانون سره سم چلند وشي.

XS
SM
MD
LG