د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې یو امریکایي سرتیری ووژل شو


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت ویلي دي چې د افغانستان په ختیځ کې "ظاهراً په یو داخلي برید" کې یو امریکایي سرتیری وژل شوی او بل امریکایي سرتیری ټپي شوی دی.

ناټو په یوه اعلامیه کې پرته له دې چې د پیښې ځای څرگند کړي ویل شوي دا پیښه د افغانستان په ختیځ کې شوې ده او د ټپي شوي سرتیري حالت ښه دی.

زیات شمیر امریکایي سرتیري د افغانستان په ختیځ ننگرهار ولایت کې میشت دي، ناټو ویلي چې د وژل شوي عسکر هویت به د کره معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته اعلان کړي.

د رویترز اژانس ویلي دي چې ددغه امریکایي عسکر په وژل کیدو سره دا شپږم امریکایي سرتیری دی چې په روان کال کې په افغانستان کې وژل کیږي.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ میلر چې د یکشنبې په ورځ یې له جنرال جان نکلسن نه د قوماندانۍ چارې ترلاسه کړې په یوه اعلامیه کې ددغه امریکایي سرتیري وژنه "یوه غمجنه ضایعه" گڼلې ده.

داخلي بریدونه چې په عمومي توگه هغه پیښې دي چې پکې افغان سرتیري او یا هغه بریدگر چې د افغان سرتیرو لباس یې اغوستی وي پر امریکایي او ایتلافي قواو باندې حملې کوي. دا ډول بریدونه په افغانستان کې وار په وار پیښیږي، خو تکرار یې پدې وروستیو کلونو کې راکم شوی دی.

دا پیښه دوه میاتشې وروسته له هغې کیږي چې په ارزگان ولایت کې یو افغان سرتیري د امریکا د اردو د روزنیر مرکز یو غړی په ډزو وواژه.

ددغه ډول پیښو د مخنیوي لپاره امریکایي او ناټو پوځیانو چې د افغان سرتیرو سره کار کوي خپل امنیتي تدابیر زیات کړي او ځانگړي ساتندویان یې د امنیت لپاره گمارلي دي.

پر افغانستان باندې د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ له یرغل د پیل راهیسې تر اوسه ۲۴۱۴ امریکایي پوځیان او څه دپاسه ۱۱۴۰ ناټو سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG