د لاس رسي وړ اتصالات

پښتین- پي ټي ایم د پښتنو اولین او اخیري ضرورت دی


منظور پښتین وایي چې پښتانه لیوني ندي چې ځای پر ځای احتجاجي غونډې کوي خو دغه تحریک یې اولین او اخیري ضرورت دی

د پي ټي ایم مشر منظور احمد پښتین د امریکاغږ سره په یوې ځانگړې مرکې کې د تحریک د اوسنۍ او د راتلونکې تگلارې په اړه خبرې وکړی. هغه وویل "مونږ کوښښ کوو چې احتجاجي غونډې د دې لپاره کوو چې حکومت ته دا یادونه وکړو چې زمونږ په غوښتنو دې عمل وکړي. مونږ ورته کومه نیټه نده ټاکلې او نه مو پرې سختي راوستلې ده او نه دوي زمونږ په غوښتنو غور کړیدي."

هغه وویل چې مونږ وایو چې هغه "نامعلوم کسان" چې زمونږ د قام وژنه یې کړیده، هغوي دې مونږ ته معلوم شي.

په امریکا کې د پښتون تحفظ تحریک غړی ډاکټر محمد زبیر محسود امریکاغږ ته په یوې ځانگړې مرکې کې وویل چې د پښتون تحریک تر ټولو لویه کامیابي دا ده چې "خلکو د پاکستان ادارې په ښکاره چیلنج کړیدي."

ډاکټر زبیر محسود وایي چې دا سوال ډیر مهم دی چې د پښتون تحفظ تحریک راتلونکې تگلاره به څه وي. هغه وویل "زه د یو سیاسي مبارز په توگه وایم چې ایا زمونږ د راتلونکې تگلاره څه ده، مونږ کوم اهداف لرو؟ ځکه جلسې جلوسونه کیږي، هم یو شان خبرې تکراریږي. خو زما په نظر دا وخت په خپله د دې سوالونو راپورته کیدل مهم دي."

ډاکټر محسود وایي چې د تحریک ناکامي دا ده چې تروسه پورې یې غوښتنې پرځای شوې ندي.

منظور پښتین وویل چې د تح‏ریک د شروع کیدو نه وروسته شاوخوا زر تنه لادرکه پښتانه بیرته خپلو کورونو ته راغلي دي. خو هغه وویل چې دغه کسان د قانون په اساس ندي محاکمه شوي. پښتین وویل "تروسه پورې شاوخوا زر تنه چې لادرکه و، پریښودل شویدي خو هغوي په کومې قانوني لارې ندې ازاد شوي، یعني هغوي محاکمه شوي ندي."

ښاغلي پښتین وویل چې د پي ټي ایم تحریک د کامیابۍ وجه دا ده چې دا د ټوبو پښتنو د حقونو خبره کوي. هغه وویل چې پښتنو قامي اتحاد جوړ کړیدی او دا قامي تحریک د پښتنو اولین او اخیري ضرورت دی.

هغه وویل "پښتانه لیوني نه دي چې احتجاجونه کوي. دا چې مونږ ځای پرځای جلسې کوو مونږ یې د مستۍ نه, نه کوو خو مونږ ورته ضرورت لرو."

منظور پښتین وویل چې قام تیار دی چې لوی احتجاجي غونډې وکړي ځکه هغوي خپل حق غواړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG