د لاس رسي وړ اتصالات

پښتین د پریغل په خوشې کیدو د بخښنې د سازمان مننه وکړه


وروسته تر هغه چې د اسلام اباد عالي محکمې د پښتون ژغورنې غوځنګ یا پي ټي ایم یو ملاتړ کونکی حیات پریغل په ضمانت خوشی کړ، د پي ټي ایم مشر د بخښنې د نړیوال سازمان نه د هغه لپاره د غږ پورته کولو له کبله مننه وکړه

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی محمد حیات خان پریغل د پاکستان یوې محکمی د دریو میاشتو بند نه وروسته د سپټمبر په ٢٦ په مشروط ډول خوشی کړ.

منظور پښتین د هغه د خوشي کیدو نه وروسته په خپل ټویټر ولیکل چې د بخښنې د نړیوال سازمان او د هغه ټولو نه مننه کوي چې د حیات پریغل لپاره یې غږ پورته کړ. هغه په خپل ټویټ کې د پښتنو د حقونو د مبارزې ژمنتیا تکرار کړه.

په حیات پریغل تور و چې په خپل فیس بک یې د پاکستان د ادارو ضد فعالیتونو کړیدي. هغه په پاکستان کې پولیسو د جولایي په ٧ نیټه د خپل کور نه نیولی و.

د اسلام اباد عالي محکمې د حیات پریغل د قضیې د پریکړې په مهال وویل چې د پاکستان فیډرالي تحقیقاتي اداره به د هغه په فعالیتونو نظر وساتي او که په هغه یې بیا کوم ډول شک پیدا شو نو بیا به یې ونیسي.

عالي محکمې په هغه د ملک نه دباندې په وتلو هم بندیز ولگاوه. د یادونې وړ ده چې هغه په خپل پلرني ښار ډیره اسماعیل خان کې هغه وخت پولیسو نیولی و چې په رخصتیو د عربي اماراتو نه خپل کور ته تللی و.

حیات پریغل په دوبۍ کې د فارمسسټ په توگه کار کوي او د پي ټي ایم د ملاتړ لپاره به یې په خپل فیسبک لیکنې کولی.

د یادونې وړ ده دوه ورځې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان په یوې اعلامیې کې د پاکستان په حکومت غږ کړ ی و چې د بشري حقونو فعال حیات پریغل دې سمدستي خوشی کړي.

د بښخنې نړیوال سازمان په اعلامیې کې لیکل شوي و چې حیات پریغل د خپل اساسي حق د بیان د ازادۍ نه د استفادې په جرم نیول شویدی او سمدستي دې ازاد کړل شي.

د پي ټي ایم د مشر منظور پښتین برسیره د تحریک ځینو نورو مشرانو هم د بخښنې د نړیوال سازمان نه مننه کړیده.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG