د لاس رسي وړ اتصالات

شادزی: پاکستان باید په افغانستان کې د مداخلې نه کولو ضمانت ورکړي


د بلوچستان په کوټه کې څېړونکی او ورځپاڼه لیکونکی امان الله شادزی
د بلوچستان په کوټه کې څېړونکی او ورځپاڼه لیکونکی امان الله شادزی

په بلو چستان کې سیاسي څېړونکی او د ورځپاڼو لیکونکې امان الله شادزی وايي د پاکستان لخوا د طالبانو د پخواني مشر د مرستیال ملاعبدالغني برادر خوشې کول د افغان سولې په برخه کې یو مثبت ګام دی.

ښاغلی شادرزی وايي چې ملا برادر د سولې د روغې جوړې په هدف خوشي شوی دی.

نوموړی وايي چې ملابرادر به تر خوشې کېدو وروسته په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره یو ځای شي او د سولې په پروسه کې به یو مثبت رول ولوبوي.

شادزی وايي امریکا غواړي‌ په افغانستان کې سوله رامنځته شي او باید په افغانستان کې د سولې تر ټینګېدو وروسته له ایران او پاکستان څخه ضمانت واخلي چې نور به د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي.

له نوموړي سره د افغانستان اړوند نورو مسائلو په اړه په بلوچستان کوټه کې د امریکا ږغ خبریال جمیل خان مرکه کړې.

د بشپړ مرکې اورېدلو لپاره لاندې لېنک کښېکاږئ

مرکه
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

XS
SM
MD
LG