د لاس رسي وړ اتصالات

لوی څارنوال: ډېر ژر به د ناروغو زندانیانو ستونزه هواره شي


د افغانستان لوی څارنوالی وايي، د صعب العلاج «ناروغ زندانیانو» په اړه چې کوم قانوني مشکل وجود درلود د ولسمشر غني د فرمان د توشیح لمخې حل شوی دی.

څارنپوه محمد فرید حمیدي نن چهارشنبه د «لړم پر۲۳مه» په کابل کې په «زندانونو کې د حاکمیت او عدالیت تامینول» په نوم ملي کنفرانس کې وویل چې راتلونکې اوونۍ د میلادي نبي په مناسبت د ولسمشر غني د فرمان لمخې به د اکثر ناروغ زندانیانو ستونز هوارې شي.

نوموړي همدارنګه وویل چې د زندانیانو د حقونو د لا تامین په هدف د زندانیانو د رخصتیو طرزالعمل هم تکمیل شوی او ډېر ژر به د تصویب لپاره د محابسو عالي شورا ته ولېږل شي.

هغه وویل په دې سره به د زندانیانو ستونزې راکمې او د خپلو کورنیو د لیدو زمینه به ورته برابره شي.

افغان زندان
افغان زندان

​ښاغلی حیمدي وايي، سږکال دوه نور فرمانونه چې یو یې ماشوم ته د مور د شېدو ورکولو د اوونۍ او بل د معلم د ورځې په مناسبت و عملي شوي‌ دي.

هغه وویل چې د یاد فرمان تر عملي کېدو وروسته هغه مېرمنې چې خپلو ماشومانو ته یې په زندان کې شېدې ورکولې خپلو کورنو کې دي.

د افغانستان لوی څارنوال، په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې: "​د معیاري زندانونو رامنځته کولو په هدف باید د زندانونو لپاره په کافي اندازه بودجه ځانګړې شي."​

نوموړي د اصلاحاتو او سولې په هدف په زندانونو کې د افراطیت پر ضد د پروګرومونو د پلې کېدو غوښتنه وکړه، هغه وویل چې زندانونه باید د اصلاح او تربیې په ځایونو بدل شي.

ښاغليی حمیدي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په افغان زندانونو کې د صعب العلاج او ښځینه زندانیانو د وضعیت په اړه اندېښنې موجودې دي.

دغه کنفرانس ته د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس برمک وویل چې دا مهال د افغانستان په زندانونو کې له ۳۶زره څخه زیات زندنیان موجود دي چې نژدې ۱۲۰۰ یې مېرمنې او ماشومان دي.

افغان ښځینه زندانیانې
افغان ښځینه زندانیانې

​هغه همدارنګه وویل چې له یادې شمېرې څخه ۲۱۶تنه یې بهرني زندانیان دي.

ښاغلي برمک د افغان زندانونو لپاره د معیاري ودانیو نشتوالی د یوې ستونزې په توګه یاد کړ او زیاته یې کړه چې یوازې ۲۲ زندانونه ودانۍ لري.

هغه وویل:"​د زندانونو د مدیریت او ظرفیت لوړولو هڅې شوي دي، خو په ټول هېواد کې ۲۲ زندانونه ودانۍ لري."

د افغان حکومت اجرائیه هم دغه کنفرانس ته وویل چې د زندانیانو په اړه د فرمانونو د اجرا په برخه کې چې کومې ستونزې موجودې وي هغه هوارې شوي دي.

عبدالله عبدالله وویل چې په دې اړه د فرمانانو اجرا کېدو ورځې ورځې وخت نیوی چې اوس دغه مشکل حل شوی دی.

نوموړي په مرکز او کابل کې له ټولو مسؤلینو څخه وغوښتل چې دې برخې ته جدي توجه وکړي.

XS
SM
MD
LG