د لاس رسي وړ اتصالات

پر ټیلیفون د افغان پوځ د وژل شویو او معلولو سرتېرو له کورنیو سره مرسته


یو خیریه بنسټ په افغانستان کې د یوې مخابراتي شبکې له لارې دا زمینه برابره کړې چې عام خلک وکړای شي د افغان ځواکونو د وژل شویو سرتېرو کورنیو یا د معلول شویو سرتېرو سره د ټیلیفون له لارې مرستې وکړي.

د «افغان اتلانو لپاره مرستې» په نوم دغه خیریه بنسټ وايي، د «روشن» مخابراتي کمپنۍ له لارې «۵۵۵۵۴» کوډ چمتو شوی، که څوک وغواړي کوم سرتېري یا د هغه کورنۍ سره مرسته وکړي باید د یادې شبکې د «ام پیسه» خدماتو له لارې دغه ډول پیسې واستوي: (*111*5*554554*amount*pincode#).

افغانستان کې له دې مخکې اړو سرتېرو ته دا ډول د مرستې رسونې سیستم نه و.

افغانستان کې له دې مخکې اړو سرتېرو ته دا ډول د مرستې رسونې سیستم نه و.
افغانستان کې له دې مخکې اړو سرتېرو ته دا ډول د مرستې رسونې سیستم نه و.

​د دغه بنسټ یوې ویاندې حمیدې ځلا امریکا غږ ته وویل:"د دې کار موخه دا ده چې مرستې په آسانه او شفافه توګه اړو سرتېرو او د هغوی کورنیو ته ورسېږي."

د افغانستان د دفاع وزارت پخواني ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ ته وویل چې د مرستې کولو لپاره دغه اقدام یوه ښه لاسته راوړنه ده او په دې توګه مرستې په شفافه توګه د سرتېرو کورنیو ته رسېدلی شي.

د «افغان اتلانو لپاره مرستې» بنسټ یو خصوصي خیریه بنسټ‌ دی چې د افغان ځواکونو د وژل شویو سرتېرو د کورنیو او د هغو سرتېرو سره چې په جنګونو کې معلول شوي مرسته کوي.

د یاد بنسټ په وینا تر اوسه دوی شااوخوا د ۸۰۰ وژل شویو او معلول شویو سرتېرو کورنیو سره بېلابېلې مرستې کړي دي.

افغان حکومت د وژل شویو سرتېرو ته یو اندازه پیسې د اکراميې په چوکاټ کې ورکوي خو دغه لړۍ ډېر وخت نیسي او د ځینو کورنیو په آند دومره نه دي چې دوی پرې وکړای شي خپل ژوند سمبال کړي.

افغان سرتېري
افغان سرتېري

افغانستان په یو جنګي وضعیت کې دی، د دې هېواد امنیتي ځواکونه ځینې وخت وسله والو ته د مرګ ژوبلې رسولو سره سم خپله هم مرګ ژوبله ګالي.

د رپوټونو پر اساس وروستۍ پېښه په تخار ولایت کې رامنځته شوې.

د وسلوالو طالبانو په دې حملې کې چې د ملي اردو پر یوه پوځي مرکز شوې ۱۲ سرتېري وژل شوي دي او اته تنه نور ټپیان دي.

ویل شوي چې تر شلو پورې طالبان هم په یادې حملې کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG